وزیرستان او ګوادر کې پر پاکستاني پوځ بریدونه؛ د ۱۴ سرتېرو په ګډون ۲۱ کسان ووژل شول

د عکس سرچینه، AFP
په شمالي وزیرستان کې او د بلوچستان په ګوادر کې د پنجشنبې په ورځ پر پاکستاني پوځ د وسلوالو بریدونو کې د یو افسر په ګډون ۱۴ امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.
د پاکستاني پوځ د رسنیو څانګه (ای اېس پي ار) وایي، د شمالي وزیرستان په رزمک سیمه کې وسلوالو د پوځ پر یوه موټر د ریموټ کنترول په مرسته بمي برید کړی، چې د یو افسر عمر فاروق په ګډون شپږ سرتېري پکې وژل شوي.
پاکستاني طالبانو د دې برید مسئولیت منلی او تائید کړې یې ده چې بمي برید د ریموټ کنټرول په مرسته شوی.
رزمک د شمالي او سوېلي وزیرستان پر پوله پرته سیمه ده.
دویم برید د بلوچستان د ګوادر ضلعې په اورماړه سیمه کې د تېل او ګاز اېستلو پر کمپنۍ شوې چې پکې د ملېشه ځواک اته سرتېري او اوه ولسي ساتونکي وژل شوي دي.
د پاکستان پوځ تر دې دمه د بلوچستان د برید په اړه ډېر جزئیات نه دي ورکړي.

د عکس سرچینه، ISPR
خو ګوادر کې چارواکي وايي، دې برید کې د کمپنۍ د کاروان ساتونکې ملېشې دوه ګاډي په نښه شوي دي:
"وسلوالو په دې ګاډو د سپکو او درنو وسلو ډزې وکړې."
خو د کورنیو چارو لپاره د پاکستان د دولت وزیر اعجاز شاه ویلي، د بلوچستان ترهګریز برید د دوښمنانو کار و.
د (براس) په نامه د بلوڅ بیلتونپالو خوځښت د دې برید مسئولیت منلی دی.
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان دا پېښه غندلې او په دې تړاو یې د څېړنو غوښتنه کړې ده.
د بلوڅ بیلتونپالو ډله (براس) څوک دي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د (بلوچ راجي اجوئی سنګر) یا براس په نامه د بلوڅ بیلتونپالو دې ډله کې د ګڼو نورو بلوڅ وسلوالو ډلو کسان شامل دي، او دا ډله په ۲۰۱۸ کال کې رامنځته شوې وه.
د دې ډلې بریدونو اصلي هدف د پاکستان او چین اقتصادي دهلېز ته څېرمه پرتې سیمې دي، چې یوه برخه یې له بلوچستان تېرېږي.
براس ډلې د ۲۰۱۸ کال په دسمبر میاشت کې او بیا د روان کال په فبرورۍ میاشت کې هم پر پاکستاني پوځیانو بریدونه کړي وو.
یاده دې وي چې د تېر ۲۰۱۹ کال په اپرېل میاشت کې هم بلوچستان کې وسلوالو د پاکستان د سمندري پوځ د غړو په ګډون یو شمېر نور امنیتي کسان له بس موټرونو راښکته کړي وو او ۱۴ کسان یې ترې وژلي وو.
براس وسلوالې ډلې همدا راز د ۲۰۱۹ کال په می میاشت کې ګوادر کې پر پر کانټیننټل هوټل برید کړی و او پنځه کسان یې وژلي وو.
په روان ۲۰۲۰ کال کې هم بلوڅ بیلتون پالو په بلوچستان کې پر پاکستاني پوځیانو او امنیتي کسانو لږ تر لږه پنځه لوی بریدونه کړي او پوځیانو ته یې مرګژوبله اړولې ده.










