د کریمه بلوڅ مړی پاکستان ته ورسېد؛ دوشنبه به خاورو ته سپارل کېږي

کريمه بلوڅ

د عکس سرچینه، TWITTER/@@HELASHAMS

په کاناډا کې په مرموز ډول د مړې شوې بلوڅې فعالې کریمې بلوڅ مړی نن خپلې سیمې بلوچستان ته وړل شوی چې د نوموړې د کورنۍ په خبره سبا دوشنبه (۲۵ جنوري) به د دغه ایالت په تومپ سیمه کې خاورو ته سپارل کېږي.‌

د کریمه بلوڅ مړی سهار وختي مهال له کاناډا کراچۍ ته راوړل شوی چې له کراچۍ بیا خپل پلرني ټاټوبي تومپ ته وړل شوی دی. هملته د کراچۍ په لیاري سیمه کې ګڼو فعالانو او کریمه بلوڅ خپلوانو تر هغه وروسته په احتجاج لاس پورې کړ چې د دوی په خبره د اغلې بلوڅ مړی د پاکستان امنیتي ځواکونو په ولکه کې واخیست او بلوچستان ته يې یووړ.

همتله په لیاري کې دې احتجاج کوونکو ته په وینا کې یوې بلوڅې فعالې ډاکټر مارنګ بلوڅې وویل، "د پاکستان ریاست ان د کریمه بلوڅ له مړي لا وېرېږي".

نوموړې زیاته کړه، "کریمه بلوڅ لاهم ژوندی ده، ځکه چې د هغې هدف اوس زموږ ټولو هدف دی".

کريمه بلوچ

د عکس سرچینه، @TWITTER/MOHSINDAWAR

اوه دېرش کلنه فعاله کریمه بلوڅ چې د تېر کال د ډيسمبر په وروستیو کې د کاناډا په ټورنټو ښار کې تری تم شوه او وروسته يې مړی وموندل شو، د هغه ځای پولیس وايي، داسې شواهد يې ونه موندل چې نوموړې وژل شوې،‌ خو بلوڅ فعالان بیا ادعا کوي، چې نوموړې وژل شوې او تر شا يې د پاکستان استخبارات تورنوي.

کریمه بلوڅ شاوخوا پنځه کاله وړاندې تر هغه وروسته له پاکستانه بهر لاړه، چې ددې په خبره دلته يې ژوند ته خطر و.