کریمه بلوڅ چا ووژله؟ خواله رسنیو کې د پاکستان او هند پر استخباراتو تورونه

د عکس سرچینه، Twitter/MohsinDawar
په کاناډا کې د وژل شوې بلوڅې فعالې کریمه بلوڅ په مړینه لاهم پاکستان کې پر خواله رسنیو بحثونو روان دي. ځينې يې د پاکستان استخبارات په وژنه تورنوي، خو ځينې بیا په دې باور دي چې نوموړې د هند استخباراتو وژلې.
خپله د کاناډا پولیس وايي، تر اوسه داسې شواهد دوی ته په لاس نه دي ورغلي چې ثابته کړي کریمه بلوڅ دې د بل چا لخوا وژل شوې وې.
خو د نوموړې پلویان تور لګوي چې هغه وژل شوې او د دوی په خبره وژونکي يې د پاکستان استخبارات دي.
له هغه وروسته چې سې شنبه د اغلې بلوڅ د وژل کېدو خبر راغی، سملاسي پر خواله رسنیو بحث پیل شو او په دې بحث کې ډېری کسانو غوښتنه کوله، چې د نوموړې د مړینې بشپړه پلټنه دې وشي.
په دې کسانو کې ګڼو د پاکستان استخبارات په دې تورنول، چې کریمه بلوڅ يې هملته کاناډا کې وژلې.
خو تر دې تورونه څو ساعته وروسته بیا پر خواله رسنیو یو بل ټرنډ جوړ شو، چې پکې د هند استخبارات د اغلې بلوڅ په وژنه تورن شول.
د دې کسانو په خبره د هند استخباراتو له نوموړې خپل کار واخیست او ويې وژله.
کریمه بلوڅ څوک وه، او ولې مهمه وه؟

د عکس سرچینه، Instagram/Hammal_haidar
کریمه بلوڅ د بلوچستان د تربت سیمې اوسېدونکې وه او شاوخوا درې کاله وړاندې يې له دې امله په کاناډا کې پناه واخیسته چې د هغې په خبره پاکستان کې يې ژوند ته خطر و.
نوموړې همدا راز د بلوڅو د زدکوونکو سازمان (بي ایس او) پخوانۍ او لومړنۍ ښځينه مشره وه، او د بلوڅو د خپلواکۍ د مبارزې ښکاره ملاتړ یې کاوه.
خو پاکستان کې ځينې کسان د خپلواکي غوښتونکو بلوڅو د مبارزې او فعالیتونو تر شا تر هند استخبارات تورنوي.
دا کسان همدا راز د افغانستان استخبارات هم په دې تورنوي چې له هند سره یې لاس یو کړی او په بلوچستان کې د بیلتونپالو د غورځنګ ملاتړ کوي.

د عکس سرچینه، Twitter/@@Helashams
اوس د کریمه بلوڅ مخالفین تور لګوي چې نوموړې هم د هند لپاره کار کاوه او کله چې هغوی ورنه خپل کار واخیست نو اوس یې ووژله.
خو په پاکستان کې ځينې کسان بیا وایي چې د دې هېواد پوځي استخبارات اوس د کریمه بلوڅ د وژنې پړه پر هند ور اچوي او په دې توګه غواړي د خلکو پام بل لور ته واړوي.
۳۷ کلنه کریمه بلوڅ چې له تېرې شاوخوا یوې لسیزې راهیسې فعاله وه، او په بلوچستان کې د تری تم شویو بلوڅو د موندلو لپاره يې مبارزه کوله.
نوموړې کاناډا ته تر تګ وروسته هم دې مبارزې ته دوام ورکړ او هلته هم فعاله وه.
کریمه بلوڅ د تېري یکشنبې په غرمه د کاناډا په ټورنټو ښار کې تری تم شوه او یوه ورځ وروسته يې هملته مړی وموندل شو.






