کوټه: له جنازو سره احتجاجي پرلت

د ویډیو تشریح، کوټه: له جنازو سره احتجاجي پرلت

په کوټه کې د هزارګانو پرلت نن پر درېیمه ورځ هم روان و. احتجاجيان وايي تر هغه به پرلت کې ناست وي چې لومړی وزیر عمران خان نه وي ورغلی او د بلوچستان ایالتي حکومت يې ختم کړی نه وي. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د بلوچستان مچ سیمه کې دې بريد کې وژل شويو کسانو کې اووه افغانان هم وو. پرون د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد پرلتيانو ته ورغلی و، خو په غوښتنه يې دغه پرلت ختم نه کړ. خدای نور ناصر پرې له پلازمېنې اسلام اباده رپوټ راکوي.