'پاکستاني طالبانو په لورلايي کې پر پوځ برید کړی'

پاکستان

د عکس سرچینه، Getty Images

د بلوچستان مرکزي ښار کوټې ختیځ ته لورلایي کې د پاکستان پر پوځي مرکز یوه برید کې څلور پوځیان وژل شوي او څلور ټپیان دي. ځايي چارواکي وايي، برید تېره شپه د لورلايي ښار پر پوځي چاوڼۍ شوی دی.

د پاکستاني طالبانو ویاند محمد خراساني بي بي سي ته په لېږل شوي بیان کې د لورلایي برید مسوولیت قبول کړی دی.

د ویاند په خبره د دوی درو بریدګرو ننی برید کړی دی. خو تر اوسه نورو سرچینو دا نه ده تایید کړې.

له هڅو سره بریالي نه شو، تر اوسه په دې اړه د پاکستاني پوځ عامه اړیکو څانګې غبرګون تر لاسه کړو، خو یوه مهم ځايي چارواکي ویلي، څلورو بریدګرو پر لورلايي کینټ نومي پوځي مرکز تېره شپه برید وکړ.

د چارواکي په وینا دوو بریدګرو لومړي سر کې په ځانونو پورې تړلي باروت وچوول او دوه بریدګر وروسته له امنیتي ځواکونو سره ډزو کې وژل شوي دی.

خپلواکو یا رسمي سرچینو د بریدګرو شمېر نه دی تایید کړی.

لورلايي د بلوچستان مرکزي ښار کوټې ته اټکلاً ۱۴۰ کیلومترۍ کې پروت دی. د لورلايي اکثریت اوسېدونکي پښتانه دي.

د لورالايي نقشه

د عکس سرچینه، OOGLE MAPS

د عکس تشریح، د لورالايي نقشه

دغه سیمه لویدیځ لور ته ډېورنډې کرښې ته څېرمه کلا سیف الله او ژوب سیمو سره لګېږي او بل لور ته ژوب له سویلي وزیرستان سره هم پر څنګ پرته سیمه ده.

د بلوچستان نورو نا امنه سیمو پرتله دغه سیمه کې پخوا نسبتاً امنیت ښه و، خو کله نا کله پکې امنیتي پېښې لیدل شوې دي او د مخکنیو بریدونو مسوولیت طالبانو او یا نورو مذهبي سخت دریځو ډلو منلی دی.