د قبایلو جرګه: په خپله خاوره خپل واک غواړو

د عکس سرچینه، KNN
- Author, خدای نور ناصر
- دنده, بي بي سي، اسلام اباد
په اسلام اباد کې د قبایلو مشرانو په یوه جرګه کې د پاکستاني حکومت د کومېټۍ هغه رپوټ رد کړی، چې په دې وروستیو کې د دغه هیواد د لومړي وزیر په مشرۍ کې د قبایلو د راتلونکي په تړاو جوړه شوې وه.
د جرګې اکثریت ګډونوالو وویل، دوی " پر خپله خاوره خپل اختیار " غواړي.
د دوشنبې پر ورځ رابلل شوې د دغې جرګې په اعلاميه کې د پاکستان د لومړي وزیر له خوا د فاټا اصلاحاتو کومېټۍ رپوټ له حقیقت بېخي لېرې بلل شوی او غوښتنه يې کړې، چې په دغه رپوټ کې د قبایلو پر ضد د ناروا ټکيو په کارولو دې یاده کومېټۍ له قبایلو بخښنه وغواړي.
یاده جرګه چې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند، د قبایلي سیمو د استازو او قبایلي مشرانو لخوا رابلل شوې وه، پکې د قبایلو د یو شمېر پارلماني غړیو، قبایلي ملکانو او مشرانو ګډون درلود، ځينو يې د قبایلي سیمو له خیبرپښتونخوا سره د ګډون ښکاره مخالفت وکړ، خو ځينو نورو يې بیا وویل، د کومېټۍ په دغه رپوټ کې هغه رښتيا نه دي لیکل شوي، چې قبایلو ورته وړاندیزونه ورکړي و.

د عکس سرچینه، Getty Images
د قبایلي سیمې اورکزو د قامي اسمبلۍ غړي غازي ګلاب جمال له بي بي سي سره په خبرو کې وویل، دوی په اورکزو کې دغې کومېټۍ ته دوه وړاندیزونه ورکړي، چې یو يې د بې کوره شویو بېرته خپلو سیمو ته ستنېدل او دويم د دوی د سیمې بیا رغوونه وه.
ښاغلی جمال زیاتوي، د دې دواړو وړاندیزونو په رپوټ کې هيڅ ذکر نشته.
د پاکستان په مشرانو جرګه کې د مومندو غړي هلال رحمان بیا وویل، د پاکستان د لومړي وزیر له خوا د فاټا اصلاحاتي کومېټۍ کې د دوی لاس لیکونه جعلي دي او زیاتوي، دغه لاس لیکونه دوی پر همدې رپوټ نه، بلکې تردې وړاندې په یوه بل رپوټ ورکړي ول.
دغې جرګې په قبایلو کې د ایف سي ار قانون د ژر تر ژره له منځه وړو غوښتنه وکړه او زیاته يې کړه، چې بې کوره شوي کډوال دې ژر تر ژره خپلو سیمو ته واستول شي او د هغوی د ټولو تاوانونو بدیل دې ورکړل شي.
دې جرګې ته د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي په خپله وینا کې وویل، قبایلي ولس کله هم کوم وسلوال خپلو سیمو ته نه دی راوستی، بلکې یادې سیمې بل چا د وسلوالو ځالې جوړې کړې او اوس يې تاوان پر قبایلي ولس اړوي.
ښاغلي اڅکزي وویل، د پاکستان پوځ د قبایلو کورونه ونړول او ان د هغوی دوکانونه او مارکېټونه يې هم ونړول. د ده په وینا انسانان ترهګر کېدلی شي، بلکې کورونه، دوکانونه او مارکېټونه ترهګر نشي کېدای.

د عکس سرچینه، Getty Images








