د بلوچستان ځانمرګي برید کې څلور امنيتي ساتونکي ټپيان شوي

د عکس سرچینه، AFP
چارواکي وايي د بلوچستان ژوب سيمه کې د يوه ځانمرګي بريد په ترڅ کې څلور امنيتي ساتونکي ټپيان شوي دي.
د پوليسو په وينا ځانمرګي بريد د ژوب ښار کېنټ کې شوی دی.
په ژوب کې د پوليسو يوه مشر کارکوونکي ويلي، په يوه موټر کې سپاره ځانمرګي بريدګر غوښتل چې کېنټ ته داخل شي، خو کله چې امنيتي ساتونکو يې د موټر درولو هڅه وکړه موټر يې له دروازې سره ټکر شو.
پوليس وايي د موټر د ټکر کېدو سره سم يوه درنه چاودنه وشوه، چې په ترڅ کې يې څلور امنيتي ساتوونکي ټپيان شول.
ژوب د کوټې په شمال ختيځ کې له شمالي وزيرستان سره نژدې پروت دی.
دا په روانه مياشت کې په بلوچستان کې دوهم ځانمرګی بريد دی، له دې وړاندې د بلوچستان په مرکز کوټه ښار کې يو ځانمرګی بريد شوی و چې له امله يې د ۱۳ پوليسو په ګډون ۱۴ امنيتي ساتونکي وژل شوي وو.




