"کندهار کې ممکنه ډله ییز ځانمرګی برید شنډ شوی"

د افغانستان د ملي امنیت اداره وايي څلور هغه طالبان یې نیولي چې پلان یې درلود په کندهار کې د دغې ادارې پر دفتر "ډله ییز ځانمرګی برید" وکړي.
د دغې ادارې په خبرپاڼه کې راغلي د جمعې پر ورځ (سپتمبر ۱۱مه) د ملي امنیت کارکونکو په کندهار کې د طالبانو د ډلې یو مشر، سیف الله او د هغه درې ملګري ونیول.
نیول شویو کسانو منلې چې پلان یې درلود له دریو ځانمرګو او یو موټر بم چاودنې سره کندهار کې د ملي امنیت پر ادارې برید وکړي.
ویل شوي چې دغو کسانو په تېر کې کندهار کې شویو ځانمرګو بریدونو او سړک غاړې ماینونو چاودنو کې هم لاس درلود.
د افغانستان د ملي امنیت ادارې پر رسمي فیسبوک پاڼه هم د دغو کسانو د اعتراف ویډیو خپره شوې خو دا څرګنده نه ده چې دغه اعتراف په کومو شرایطو کې اخیستل شوی دی.




