ملا دادالله: اختر منصور آی ایس آی د طالبانو مشر ټاکلی

د افغان طالبانو يو مهم قومندان ملا منصور دادالله ده ته په منسوب شوې يوې ويډيو کې يو ځلې بيا د طالبانو د نوي مشر په توگه له ملا اختر محمد منصور سره مخالفت څرګند کړى دی.
د طالبانو د يوه پخواني مهم قومندان ملا دادالله ورور ملا منصور د خپل مخالفت يو مهم دليل دا گڼې چې گنې ملا اختر محمد منصور د پاکستاني استخباراتو د پلان او د هغوى د موخو لپاره د طالبانو د نوي مشر په توگه غوره شوى دى.
ده پر هغه دا تور هم ولگاوه چې زابل کې يې د هغوى په وړاندې جگړې هڅولې دي.
په ویډیو کې ملا منصور د طالبانو پخوانی مشر ملا عمر یو سپېڅلی او د اسلام دین او مجاهدینو ته وفاداره مشر بللی، او وايي، څوک چې ځان د هغه ځایناستی بولي، د خلکو او مشرانو سترګو ته خاورې اچوي.
نوموړي ويډیو کې ځان د پاکستان د څارګرې ادارې (آی ایس آی) دښمن بللی او ویلي یې دي چې د طالبانو غورځنګ د مشرتابه څوکۍ د همدغې ادارې له خوا د طالبانو تر منځ وېشل کېږي.
ده وویل، اوسمهال د افغانستان په سوېلي زابل ولایت کې مېشت دی او له ملا اختر محمد منصور یې وغوښتل چې د ملا محمد عمر د مړینې د وخت او دا چې کوم ځای کې خاورو ته سپاره شوی، په اړه خلکو ته کره مالومات ورکړي.
ښاغلي دادالله له پاکستان څخه هېواد ته د خپل راتگ دليل د افغانستان په تړاو د پاکستاني استخباراتو له پلانونو سره خپل مخالفت ښودلی.
د ملا اختر محمد منصور په مشرۍ د طالبانو او د طالبانو د نورو ډلو تر منځ تر دې مخکې هم د نښتو راپورونه ورکړل شوي دي.

د عکس سرچینه، epa
تر اوسه د ملا محمد عمر زوی او ورور هم د طالبانو نوي مشر ته بیعت نه دی کړی.
د طالب پلوو علماو یو شورا اوسمهال د طالبانو تر منځ د مخالفتونو پر سر په منځګړتوب بوخته ده خو د دوی هڅو تر اوسه کومه پایله نه ده لرلې.
تر دې مخکې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر طیب اغا هم د طالبانو له نوي مشرتابه سره د مخالفت له کبله له خپلې دندې ګوښه شو.
تر اوسه پاکستان او د طالبانو غورځنګ د ملا دادالله د دغه ویډیو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.
خو تېر کې پاکستاني حکومت د طالبانو د نوي مشر په توگه د ملا اختر محمد منصور ټاکل کېدو کې خپله هر ډول ښکيلتيا رد کړې وه.
په دې اړه د سيمه ييزو چارو شنونکي رحیم الله یوسفزي بي بي سي سره په خبرو کې وویل چې د ملا دادالله او د ملا اختر محمد منصور تر منځ له پخوا مخالفت روان و.
د ښاغلي یوسفزي په وینا، ملا منصور دادالله د خپل مشر ورور ملا دادالله په مړینه کې ملا اختر محمد منصور ښکېل بولي او همدا یې د مخالفت لامل دی.
خو په وینا یې، ملا منصور دادالله او د ده ډله د طالبانو له غورځنګه ایستل شوې ده.
ملا اختر محمد منصور وروسته له هغه د طالبانو د مشرۍ څوکۍ ونيوله چې د طالبانود پخواني مشر ملا عمر مرگ خبرونه په ډاگه شول.
طالبانو دا ومنله چې ملا عمر د ٢٠١٣ کال د اپريل په مياشت کې مړ شوى، وروسته له هغه چې افغان استخباراتو يې لومړى ادعا وکړه.








