د کندهار تېل پمپونو څښتن د مالیې کمول غواړي

په سوېلي ولایت کندهار کي لسګونه تېل پمپونه د پرله پسې درېمې ورځې لپاره هم د اعتراض په توګه تړل شوي دي.
د تېل پمپونو د څښتنو په وینا، د مستوفیت له خوا د پخواني هغې پرتله څو برابره زیاته ماليه ورباندې وضع کړې ده.
د کندهار او شاوخوا ولسوالیو نژدې ۱۵۰ تېل پمپونو د تېرو درو ورځو راهیسې بند دي، چې ورسره په دغه ولایت کې د یو لیتر تیلو بیه له ۴۱ افغانیو ۸۵ افغانیو ته پورته شوې.
په ښار کې د تيل پمپونو د بندېدو له کبله ترانسپورټي سیسټم هم اغېزمن شوی او ډېری ګاډي ولاړ دي.
خو د کندهار د مستوفیت چارواکي وایي، د تيل پمپونو مالکینو له ۱۳۸۷ کال راهیسې مالیه نه ده ورکړې.
ددغه ولایت مستوفي محمد اعظم احمدزی وایي، له ۱۳۸۷ کال وړاندې د تیل پمپونو نه د کال یوازې له پنځو تر ۱۰۰۰۰ افغانیو پورې ماليه اخیستل کېده.
د ښاغلي احمدزي په خبره، له ۱۳۸۷ کال وروسته د مالیاتو قانون کې بدلون راغی او باید د تیل پمپونو مالکین د خپلو عوایدو له مخې مالیه حکومت ته ورکړي چې دده په خبره دغه څه د ستونزو لامل ګرځېدلي.
د کندهار مستوفي وایي، د تیل پلورنکو ټولنې له ماليې وزارت سره د نوې مالیې پرسر که څه هم هوکړه کړې، خو اوس یې منلو ته غاړه نه ږدي.
د ماليې وزارت د تیل پمپونو لپاره درې کټګورۍ کلنۍ مالیه ټاکلې، چې لومړۍ هغه یې ۲۴۰۰۰۰ دویمه یې ۱۳۰۰۰۰ او دریمه هغه یې ۳۰۰۰۰ افغانۍ ده.








