خیبر پښتونخوا کې ځانمرګي برید اته کسان ووژل

د عکس سرچینه، AFP

د خیبر پښتونخوا پېښور ښار ته څېرمه قبایلي سیمې خیبر ایجنسۍ کې د ځانمرګي برید په پایله کې لږ ترلږه اته کسان وژل شوې دي.

د پېښور د حیات اباد سیمې د پولیسو مشر عتیق شاه بي بي سي ته وویل، چاودنه د سه شنبې په ورځ د خیبر ایجنسۍ او پېښور ترمنځ پر پوله په جمرود سیمه کې د پولیسو تلاشۍ ته نژدې شوې ده.

د عتیق شاه په خبره، لومړني معلومات ښيي چې دا چاودنه ځانمرګی برید وو.

هغه وویل، یو ځوان بریدکوونکی د تلاشۍ پوستې ته نژدې شو او ځان پورې تړلې چاودېدونکو توکو ته یې چاودنه ورکړه. په برید کې د پولیسو یو مشر نواب شاه هم وژل شوی دی.

د عتیق شاه په خبره وړاندې هم نواب خان ته ګواښونه شوې وو او داسې ښکاري چې ددې برید هدف هم همدی وو.

د خیبر ایجنسۍ سیاسي استازي (پولیټیکل اېجنټ) شهاب علي شاه ویلي، چاودنه کې پر نواب خان سربېره اووه نور کسان هم وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوې دي چې د ۱۱ وضعیت یې د اندېښنې وړ دی.

له چاودنې سره سم سیمې ته د مرستې لپاره امبولانسونه رسېدلي او ټپیان د حیات اباد روغتيایي کمپلکس ته وړل شوې دي.

څېړونکو ادارو هم سیمه محاصره کړې او خپلې څېړنې یې پیل کړې دي.

عیني شاهدان وایي، تر چاودنې وروسته په سیمه کې اور ولګېد چې په پایله کې یې ځېنې موټر او موټرسایکلونه هم لمنځه تللي دي.