
د ناټو د پوځي ټلوالې مشر اندريس فو راسموسن سره د پاکستان له لوري د افغانستان پرځينو ولايتونو د توغنديزو بريدونو، د عسکرو خپل منځي بریدونو او د ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د ناټو ونډه په اړه ځانګړې مرکه.
تاسو د فلش پروگرام سمه بڼه نه لرئ
د ناټو د پوځي ټلوالې مشر اندريس فو راسموسن د پاکستان له لوري د افغانستان پرځينو ولايتونو د توغنديزو بريدونو په اړه انديښنه ښوولې ده او د پاکستان حکومت او پوځ يې هڅولى چې خپلې هڅې د ترهگرو ځپلو ته متمرکزې کړي .
ښاغلي راسموسين وويل له افغانستان سره به خپله همکاري روانه وساتي او زياته ېې کړه چې تر ٢٠١٤ کال وروسته به په افغانستان کې د پاتې کيدونکو پوځيانو شمېر د راروان کال ترنيمايي پوري څرگند شي.
هغه وويل، د يوشمېر منځي بريدونو وروسته، اوس ناټو له افغان پوځونو سره خپل گډ فعاليتونه بېرته پيل کړي دي او ستراتيژۍ کې هېڅ بدلون نه دى راغلى.
د ښاغلي راسموسن سره د داود اعظمي ځانګړې مرکه
BBC © 2014.بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي
.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .