امریکا وايي اسلامي دولت یې هره موخه ګواښه
امريکا ويلي د اسلامي دولت، جهادي ډله تر ټولو خطرناک ګواښ دی، چې امريکا ورسره په اوسنيو وختونو کې مخامخ شوې ده.
واشنګټن کې یوې خبري غونډې ته، د امریکا لوړپوړو دفاعي چارواکو وويل، دا ډله زموږ هرې موخې ته یو ګواښ پېښوي.
د امریکا لوړپوړی جنرال وايي تر هغو چې سوریه کې د اسلامي دولت پر مرکزونو برید نه وي شوی، دا ډله نه ماتېږي.