اروپا ته د امان الله خان د سفر نا لیدلي انځورونه

امان الله خان د ۱۹۲۷ کال د نومبر له ۱۵ د کندهار له لارې له ۳۱ کسانو سره خپله مېرمن ملکه ثریا او د کابینې ځینې نور غړي او ژباړن برتانیا ته بوتلل.

په ملي ارشیف کې د پاچا امان الله خان (۱۹۱۹تر ۱۹۲۹) د شپږمیاشتني سفر انځورنه ساتل کېږي.
د عکس تشریح، په ملي ارشیف کې د پاچا امان الله خان (۱۹۱۹تر ۱۹۲۹) د شپږمیاشتني سفر انځورنه ساتل کېږي.
ملکه ثریا د افغانستان لومړنۍ ملکه وه چې له هېواد بهر یې سفر وکړ.
د عکس تشریح، ملکه ثریا د افغانستان لومړنۍ ملکه وه چې له هېواد بهر یې سفر وکړ.
امان الله خان د ۱۹۲۷ کال د نومبر له ۱۵ د کندهار له لارې له ۳۱ کسانو سره خپله مېرمن ملکه ثریا او د کابینې ځینې نور غړي او ژباړن برتانیا ته بوتلل.
د عکس تشریح، امان الله خان د ۱۹۲۷ کال د نومبر له ۱۵ د کندهار له لارې له ۳۱ کسانو سره خپله مېرمن ملکه ثریا او د کابینې ځینې نور غړي او ژباړن برتانیا ته بوتلل.
امان الله خان اروپا ته پخپل سفر کې،‌ ایټالیا، فرانسې، بلجیم،‌ سویس،‌ جرمني، انګلستان،‌ پولنډ او مسکو ته ولاړ.‌
د عکس تشریح، امان الله خان اروپا ته پخپل سفر کې،‌ ایټالیا، فرانسې، بلجیم،‌ سویس،‌ جرمني، انګلستان،‌ پولنډ او مسکو ته ولاړ.‌
غازي امان الله خان پخپل یون کې لیکلي ‌(اروپا ته چې ورسېدم د سویس لیدلو ته ډېر لېواله وم‌؛ ځکه چې اورېدلي مې وو دنګ دنګ غرونه یې زموږ د ګران افغانستان له غرونو سره ورته والی لري).
د عکس تشریح، غازي امان الله خان پخپل یون کې لیکلي ‌(اروپا ته چې ورسېدم د سویس لیدلو ته ډېر لېواله وم‌؛ ځکه چې اورېدلي مې وو دنګ دنګ غرونه یې زموږ د ګران افغانستان له غرونو سره ورته والی لري).
د ۱۹۲۷ سپتمبر کې لندن کې د افغانستان سفیر د انګلستان د بهرنیو چارو وزارت ته خبر ورکړ چې د افغانستان پاچا د دسمبر په نیمايي کې بهر ته سفر کوي،‌ چې لندن او مسکو ته هم تلونکی دی.
د عکس تشریح، د ۱۹۲۷ سپتمبر کې لندن کې د افغانستان سفیر د انګلستان د بهرنیو چارو وزارت ته خبر ورکړ چې د افغانستان پاچا د دسمبر په نیمايي کې بهر ته سفر کوي،‌ چې لندن او مسکو ته هم تلونکی دی.
غازي امان الله خان د ستنېدو پرمهال، تهران نه هرات ته بیا له غزني نه کابل ته خپل سفر پخپل موټر کې رالنډ کړ او پر لار یې د هرات،‌ فراه او کندهار خلکو هرکلی وکړ.
د عکس تشریح، غازي امان الله خان د ستنېدو پرمهال، تهران نه هرات ته بیا له غزني نه کابل ته خپل سفر پخپل موټر کې رالنډ کړ او پر لار یې د هرات،‌ فراه او کندهار خلکو هرکلی وکړ.
‌امان الله خان اروپا ته د سفر پرمهال مصر ته هم ورغی او د مصر د پاچا ملک فؤاد بندر کې،‌ چې په پورټ سعید مشهور دی، د ده هرکلی وکړ.
د عکس تشریح، ‌امان الله خان اروپا ته د سفر پرمهال مصر ته هم ورغی او د مصر د پاچا ملک فؤاد بندر کې،‌ چې په پورټ سعید مشهور دی، د ده هرکلی وکړ.
امان الله خان مصر ته د خپل سفر پر مهال د پلازمېنې قاهرې په څنډو کې له اهراماتو هم ليدنه وکړه.
د عکس تشریح، امان الله خان مصر ته د خپل سفر پر مهال د پلازمېنې قاهرې په څنډو کې له اهراماتو هم ليدنه وکړه.
امان الله خان په ترکیه کې ډېر ونازول شو، او د خپل هېواد لپاره یې د کمال اتاترک له پروګرامونو ګټه واخیسته.‌
د عکس تشریح، امان الله خان په ترکیه کې ډېر ونازول شو، او د خپل هېواد لپاره یې د کمال اتاترک له پروګرامونو ګټه واخیسته.‌
هغه له اروپا نه تر ستنېدو وروسته خپلو لوړپوړو حکومتي چارواکو،‌ کارکوونکو او د لویې جرګې استازو ته د خپلې لاسته راوړنې په اړه معلومات ورکړل.‌
د عکس تشریح، هغه له اروپا نه تر ستنېدو وروسته خپلو لوړپوړو حکومتي چارواکو،‌ کارکوونکو او د لویې جرګې استازو ته د خپلې لاسته راوړنې په اړه معلومات ورکړل.‌
د غازي مېرمن ملکه ثریا او خور یې نورالسراج د اروپا په سفر کې پوز پټې او په تورو جرابو کې راڅرګندې شوې،‌ چې دا انځور د اروپا په ورځپاڼو کې هم چاپ شو.‌
د عکس تشریح، د غازي مېرمن ملکه ثریا او خور یې نورالسراج د اروپا په سفر کې پوز پټې او په تورو جرابو کې راڅرګندې شوې،‌ چې دا انځور د اروپا په ورځپاڼو کې هم چاپ شو.‌
امان الله خان پخپله سفرنامه لیکلي‌(په نړۍ کې یوازې او ګوښی ژوند کول ډېر ستونزمن دی.‌باید له ټولو هېوادونو سره تګ راتګ او اړیکي ولرو .‌په بشري ټولنه، نړیواله ټولنه او بین الدولي ټولنه کې د عصر د غوښتنو مطابق ژوند وشي).
د عکس تشریح، امان الله خان پخپله سفرنامه لیکلي‌(په نړۍ کې یوازې او ګوښی ژوند کول ډېر ستونزمن دی.‌باید له ټولو هېوادونو سره تګ راتګ او اړیکي ولرو .‌په بشري ټولنه، نړیواله ټولنه او بین الدولي ټولنه کې د عصر د غوښتنو مطابق ژوند وشي).