"نوی" سوېس کانال

مصر د سوېس کانال پراخولو لپاره یوه لویه پروژه پیل کړې ده، چې د سوېس کانال ترڅنګ ۷۲ کیلومتره اوږد نوی کانال جوړ کړي.

مصر د سوېس کانال پراخولو لپاره یوه لویه پروژه پیل کړې ده، چې د سوېس کانال ترڅنګ ۷۲ کیلومتره اوږد نوی کانال جوړ کړي.
د عکس تشریح، مصر د سوېس کانال پراخولو لپاره یوه لویه پروژه پیل کړې ده، چې د سوېس کانال ترڅنګ ۷۲ کیلومتره اوږد نوی کانال جوړ کړي.
ددغې پروژې هدف هدف دا دی، چې دغه سیمه په نړیواله کچه د سوداګرې او راکړې ورکړې ځای شي او هلته د بېړیو تګ راتګ ډېر شي.
د عکس تشریح، ددغې پروژې هدف هدف دا دی، چې دغه سیمه په نړیواله کچه د سوداګرې او راکړې ورکړې ځای شي او هلته د بېړیو تګ راتګ ډېر شي.
په نوي کانال کې به عام توکي او د بېړیو سونتوکي هم موندل کېږي، او د سیاحتي خدمتونو لپاره به اسانتیاوې پکې موجودې وې.
د عکس تشریح، په نوي کانال کې به عام توکي او د بېړیو سونتوکي هم موندل کېږي، او د سیاحتي خدمتونو لپاره به اسانتیاوې پکې موجودې وې.
اټکل دی، چې په دغه نوي کانال کې به د اوس په پرتله، چې ۴۹ بېړۍ تېرېدی شي، ۹۷ بېړۍ هره ورځ تېرېږي.
د عکس تشریح، اټکل دی، چې په دغه نوي کانال کې به د اوس په پرتله، چې ۴۹ بېړۍ تېرېدی شي، ۹۷ بېړۍ هره ورځ تېرېږي.
په سینا ټاپووزمه کې تر څو بریدونو وروسته، مصري چارواکو په وروستیو کې د سوېس کانال د امنیت ټینګولو لپاره هڅې ګړندۍ کړې دي.
د عکس تشریح، په سینا ټاپووزمه کې تر څو بریدونو وروسته، مصري چارواکو په وروستیو کې د سوېس کانال د امنیت ټینګولو لپاره هڅې ګړندۍ کړې دي.
د سوېس کانال د چارو مشر ویلي، تر اوسه ددغې پروژې د ترلاسه کولو لپاره ۱۴ سوداګریز تړونونه شوي، خو د پروژې د بشپړولو لپاره به ټول ټال ۴۴ قراردادونه وشي.
د عکس تشریح، د سوېس کانال د چارو مشر ویلي، تر اوسه ددغې پروژې د ترلاسه کولو لپاره ۱۴ سوداګریز تړونونه شوي، خو د پروژې د بشپړولو لپاره به ټول ټال ۴۴ قراردادونه وشي.