د ایبولا ناروغۍ اغېز
د ايبولا ناروغي چې په دې تېره څه موده کې ډېره يادېږي، کومه څرګنده درملنه نه لري.
خو د روغتيا نړيوال سازمان ويلي په لوېديځه افريقا کې د دغې ناروغۍ خپرېدو مخنیوي په موخه نا ازمويل شوی درمل کارېدی شي.
د کال له پيل راهيسې تر دې دمه د دغې ويروسي ناروغۍ له امله څه د پاسه ۱۲ سوه خلک مړه شوي دي.
په همدې وخت کې د کېنيا هوايي کرښو سېراليون او ليبېريا ته الوتنې بندې کړې، دغه دواړه له هغو هېوادونو چې د ايبولا ويروس خپرېدو له امله اغېزمن شوي دي.