BBC News,
پښتو
مطلب ته ورشئ
برخې
کور پاڼه
ژوندۍ: ټلویزیوني خپرونې
افغانستان
پښتونخوا
نړۍ
ښځې
لوبې
ساینس او ټکنالوژي
هنر او ادب
راډیویي خپرونې
کور پاڼه
ژوندۍ: ټلویزیوني خپرونې
افغانستان
پښتونخوا
نړۍ
ښځې
لوبې
ساینس او ټکنالوژي
هنر او ادب
راډیویي خپرونې
د عکسونو البوم: کمره لاندې څه ویني!
دې لپاره چې انټرنېټ مو لږ مصرف شي، یوازې متن ولولئ
۲۴ زمری ۱۳۹۳ - ۱۵ اګست ۲۰۱۴
د پاریس عکاس فلورین بېدونن له پاسه د هغو خلکو عکسونه اخیستي چې د خپل ورځني ژوند له کارونو خوند اخلي.
د عکس تشریح،
د پاریس عکاس فلورین بېدونن له پاسه یو لړ عکسونه اخیستي. دغه عکسونه ښيي چې خلک خپل د خوښې تفریح نه خوند اخلي.
د عکس تشریح،
عکسونو کې بېلا بېلې شېبې لکه سبزیجات جوړول، د سیند غاړې ته تلل او یا ډرم (ډول) وهل ښودل شوې دي.
د عکس تشریح،
بېدونن وايي: "ما ته دا مفکوره هغه مهال پیدا شوه چې زه له یوې موډلې سره وم. موډله پر یوه کوچ ناسته وه، ما یې څنګ ته یوه جګه څوکۍ ولیده، پر څوکۍ جګ شوم او د هغې عکس مې واخیست".
د عکس تشریح،
"د موډلې عکس مې خوښ شو او بیا مې فکر وکړ چې باید د دغه ډول عکسونو یوه ټولګه جوړه کړم. ما فکر وکړ چې په چت یوه خزنده ټوله ورځ له پاسه موږ ته ګوري، که موږ ډوډۍ پخوو، خوب کوو او که بل څه....او په دې ډول زما د (فوري ژوند) مفکوره وزېږېده".
د عکس تشریح،
بېدونن وروسته بیا د فوري ژوند په خپله پروژه کې پام د خلکو د ژوند په زړه پورو سرګرمیو ته واړوه او له رضاکارانو یې وغوښتل چې د ده په عکسونو کې څرګند شي.
د عکس تشریح،
نوموړی وايي: "لومړی ما خپل ملګري وپوښتل چې د ورځې په جریان کې د دوی تر ټولو زیاته د خوښۍ شېبه کومه ده او په هماغه شېبه کې مې د دوی عکسونه واخیستل. او بیا مې په خواله رسنیو کې له خلکو مرسته وغوښته چې په خپله خوښه دې ته حاضر شي چې زه یې عکس واخلم".
د عکس تشریح،
بېدونن د خپلې پروژې لپاره ځانګړي وسایل یا د عکاسۍ کمرې نه لري خو هغه وایې چې په دې برخه کې له خپل جګ قد نه په ښه ډول کار اخلي.
You might also like:
news
|
sport
|
weather
|
worklife
|
travel
|
future
|
culture
|
world
|
business
|
technology