د پاکستان احتجاجونه
په پاکستان کې زرګونه احتجاجيانو په پلازمېنه اسلام اباد کې د پارلمان مخامخ سيمه نيولې، او د لومړي وزير نواز شريف ګوښه کېدو غوښتنه کوي.
د حکومت مخالف سياستوال عمران خان او مذهبي مشر طاهر القادري پلويان له اغزنو سيمونو او خنډونو تېر شوي، او د اسلام اباد لوړې کچې امنيتي، سرې سيمې ته ننوتلي، چې حکومتي ودانۍ په کې دي.
پوځ بيا د دواړو غاړو ترمنځ د خبرو غږ کړی دی.