"فوټو وېلې" ۲۰۱۴ د عکسونو نندارتونونه

هغو عکسونو ته چې د امریکا په بروکلین بریج پارک کې تر ۵۰ ډېرو نندارتونونو او کلني انځوریز کلي کې نندارې ته وړاندې شوې، یوه مخکتنه.

"د پای تر لیکې وړاندې"، د نیویارک ټایمز ورځپاڼې عکاس جاش هېنر د عکسونو ټولګه ده چې د باسټن د ځغاستو د لوبې پر مهال د بمي چاودنو اغېز انځوروي.
د عکس تشریح، "د پای تر لیکې وړاندې"، د نیویارک ټایمز ورځپاڼې عکاس جاش هېنر د عکسونو ټولګه ده چې د باسټن د ځغاستو د لوبې پر مهال د بمي چاودنو اغېز انځوروي.
د فوټو وېلې ۲۰۱۴ کال د عکسونو په نندارتونونو کې نه یوازې مهم انځوریز اثرونه بلکه ویناوې، ورکشاپونه او صوتي او ویډیويي پروګرامونه هم په پام کې نیول شوې دي.
د عکس تشریح، د فوټو وېلې ۲۰۱۴ کال د عکسونو په نندارتونونو کې نه یوازې مهم انځوریز اثرونه بلکه ویناوې، ورکشاپونه او صوتي او ویډیويي پروګرامونه هم په پام کې نیول شوې دي.
ډېری نندارتونونه لکه "نوي عکاسان" چې شلو ځوانو اروپايي عکاسانو چمتو کړی، به په کانتینرونو کې ښودل کېږي.
د عکس تشریح، ډېری نندارتونونه لکه "نوي عکاسان" چې شلو ځوانو اروپايي عکاسانو چمتو کړی، به په کانتینرونو کې ښودل کېږي.
په نورو نندارتونونو کې د "نور ورځنی ژوند – د زعتري د کډوالو پنډغالی" نندارتون چې دریو عکاسانو اندرې بروس، سټېنلې ګرین او الیکزنډرا فزینا چمتو کړی، هم شامل دی.
د عکس تشریح، په نورو نندارتونونو کې د "نور ورځنی ژوند – د زعتري د کډوالو پنډغالی" نندارتون چې دریو عکاسانو اندرې بروس، سټېنلې ګرین او الیکزنډرا فزینا چمتو کړی، هم شامل دی.
تر څنګ یې د موریګن مېک کارتي او الن وېنسلو د "ځوانانو جغرافیا" پروژه هم شته.
د عکس تشریح، تر څنګ یې د موریګن مېک کارتي او الن وېنسلو د "ځوانانو جغرافیا" پروژه هم شته.
د ځوانانو جغرافیا پروژې عکاسان وايي: "موږ په ۲۰۱۳ کال کې د خپلې پروژې لپاره په انلاین ډول عکسونه تر لاسه کړي. موږ له هغو خلکو چې د ۱۹۸۰ او ۱۹۹۵ کلنو تر منځ زېږېدلي وغوښتل چې خپل عکسونه موږ ته ولېږي".
د عکس تشریح، د ځوانانو جغرافیا پروژې عکاسان وايي: "موږ په ۲۰۱۳ کال کې د خپلې پروژې لپاره په انلاین ډول عکسونه تر لاسه کړي. موږ له هغو خلکو چې د ۱۹۸۰ او ۱۹۹۵ کلنو تر منځ زېږېدلي وغوښتل چې خپل عکسونه موږ ته ولېږي".
د عکسونو "سر پر انځور" سیالۍ په استرالیا کې په ۲۰۰۴ کال کې پیل شوې او موخه یې دا وه چې عامه خلک او عکاسان د لوړ معیار عکسونو لیدلو فرصت تر لاسه کړي. سږ کال دغه سیالي په امریکا کې ترسره کېږي.
د عکس تشریح، د عکسونو "سر پر انځور" سیالۍ په استرالیا کې په ۲۰۰۴ کال کې پیل شوې او موخه یې دا وه چې عامه خلک او عکاسان د لوړ معیار عکسونو لیدلو فرصت تر لاسه کړي. سږ کال دغه سیالي په امریکا کې ترسره کېږي.
"د اس خلک" هغه نندارتون دی چې د ملي جغرافیې مجله (نیشنل جیوګرافیک مګزین) یې وړاندې کوي او په کې د ایریکا لارسن عکسونه نندارې ته وړاندې کېږي. موخه یې دا ده چې د امریکا په کلتور کې د اس ارزښت انځور کړي.
د عکس تشریح، "د اس خلک" هغه نندارتون دی چې د ملي جغرافیې مجله (نیشنل جیوګرافیک مګزین) یې وړاندې کوي او په کې د ایریکا لارسن عکسونه نندارې ته وړاندې کېږي. موخه یې دا ده چې د امریکا په کلتور کې د اس ارزښت انځور کړي.
"د تونل خلک" د تیون ویوتین عکس دی. تیون ویوتین یوه کوچنۍ ډله ده چې د نیویارک ښار د ځمکې لاندې په تونلونو کې یې ژوند پیل کړی دی. د فوټو وېلې نندارتونونه د ۲۰۱۴ کال د سپټمبر له ۱۸ تر ۲۸ د نیویارک په بروکلین بریج پارک کې تر سره کېږي.
د عکس تشریح، "د تونل خلک" د تیون ویوتین عکس دی. تیون ویوتین یوه کوچنۍ ډله ده چې د نیویارک ښار د ځمکې لاندې په تونلونو کې یې ژوند پیل کړی دی. د فوټو وېلې نندارتونونه د ۲۰۱۴ کال د سپټمبر له ۱۸ تر ۲۸ د نیویارک په بروکلین بریج پارک کې تر سره کېږي.