د عکسونو البوم: د افغانستان د خپلواکۍ ۹۵ مه کلیزه
نن د سه شنبې ورځ د ١٣٩۳ لمريز کال د زمري ٢٨ (د اګست ۱۹ مه) نېټه ده چې د افغانستان د خپلواکۍ له جشن سره سمون خوري. له نن څخه ۹۵ کاله مخکې بریتانوي امپراتورۍ د يوۀ تړون په پايله کې د افغانستان خپلواکي په رسميت وپېژنده.









