د کانتينر افغان سکانو پنا غوښتې
د بریتانیا کورنیو چارو وزارت وايي، هغو ۳۴ افغان سکانو چې په کانتینر کې موندل شوي وو اوس يې په دغه هېواد کې د پنا غوښتنه کړې ده.
دغه افغانان چې ۱۳ ماشومان هم ورسره دي، لومړی روغتون ته وړل شوي و چې روغتيايي کتنه او درملنه یې وشي.
د دوی یو کس کانتینر کې دننه مړ شوی و.