افغانستان کې اړو کسانو ته د وینې ورکولو دود

- Author, محمود کوچی
- دنده, کابل
په افغانستان کې ناروغانو او وینې ته د اړو کسانو لپاره د وینې ورکولو دود.
وايي که د یو انسان ژوند دې وژغوره، نو د ټول انسانیت ژوند دې ژغورلی دی.
که څه هم په افغانستان کې تر دې مهاله اړمنو ته د وینې د ورکړې دود ډیر عام شوی نه دی، خو تیره ورځ افغان لوبغاړو پخپله خوښه ناروغانو او اړمنو کسانو ته خپله وینه سوغات ورکړه.
په افغانستان کې هغه کسان چې وینې ته اړمن وي، کورنۍ یې اړوځي چې له ډیرو منډو ترړو او لالهاندیو په ګاللو سره د اړتیا وړ وینه بیامومي.
خو اوس یو شمیر ځوانانو تکل کړی چې خپله وینه په وړیا توګه اړمنو ته ډالۍ کړي.
په تیرو کلونو کې په خوست ولایت کې د شیخ زاهد پوهنتون زده کونکو شاوخوا یو ميلیون سي سي وینه راغونډه او د افغانستان د وینې مرکزي بانک ته یې سپارلې وه.
د دغو ځوانانو له ډلې یو شمیر یې اوس هم چمتو دي چې اړمنو کسانو ته خپله وینه ورکړي.
په همدې پلمه ستاسو نظر پروګرام کې به له ستاسو واورو چې اړمنو ته د وینې ورکړه نورو ته د ژوند بخښلو په برخه کې څومره ارزښت لري؟ ایا تاسو هم کله کوم اړمن کس ته وینه ورکړې ده؟ او بله دا چې بل ته د وینې ورکول څنګه په یو ټولنیز دود بدلیدی شي؟
که غواړئ په دې اړه راسره په پروګرام کې برخه واخلئ نو د یکشنبې په ماښامنۍ خپرونه کې را ته په دې شمیرې زنګ ووهئ :0093202202300 ، دا رنګه د بي بي سي پښتو فیسبوک له لارې هم راسره خپل نظرونه شریکولای شئ.








