قانون ته د غاړې ایښودو دود څرنګه عامیدای شي؟

د افغانستان د ولسمشرۍ د دويم پړاو ټاکنې د جون پر ۱۴مه وشوې

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د افغانستان د ولسمشرۍ د دويم پړاو ټاکنې د جون پر ۱۴مه وشوې

د افغانستان د ولسمشرۍ په دويم پړاو ټاکنو کې د درغلیو تورونه پورې شول.

چارواکي، امنیتي مسوولین او آن د انتخاباتو کمېسیونونه ناپېیلي و نه بلل شول.

دې حالت ځینو ته وېره پيدا کړې چې قانون ته درناوی ښايي و نه شي.

ستاسې له نظره څرنګه کیدای شي، چې په ټاکنو کې ټول ښکېل اړخونه قانون ته دغاړې ایښودو دود عام کړي.

که غواړئ، په دې اړه خپل نظر راسره شریک کړئ، نو د یکشنبې په ستاسې نظر خپرونه کې په دې شمېره راته زنګ ووهئ.

0093202202300

دارنګه ، دبي بي سي پر پښتو فیسبوک پاڼه هم خپل نظر راته پریښودی شئ.