بایډن: پر اتومي تړون د خبرو لپاره امریکا له ایران بندیزونه نه لرې کوي

بایډن

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، بایډن وايي، ایران باید د تړون تر اندازې ډېر یورانیم بډایول پرېږدي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن وايي، چې له ایران سره د شپږو قدرتونو اتومي تړون د بیا ژوندي کولو لپاره د خبرو په خاطر که ایران د ۲۰۱۵ کال د تړون پر ژمنو ونه درېږي، امریکا به له تهران اقتصادي بندیزونه لرې نه کړي.

جو بایډن له سي بي اېس تلوېزون سره مرکه کې دا خبره کړې چې د یکشنبې په ورځ خپره شوه.

خو د ایران مذهبي مشر ایت الله خامنه يي وايي، تهران به په دې شرط دې تړون ته ستون شي چې امریکا ترې ټول اقتصادي بندیزونه لرې کړي.

د ایران او شپږو قدرتونو ترمنځ پر ۲۰۱۵ کال تړون وشو چې له مخې یې د ایران اټومي پروګرام محدود او په بدل کې له دغه هېواد بندیزونه کم شول.

خو د امریکا پخواني ولسمشر ډونلد ټرمپ پر ۲۰۱۸ کال خپل هېواد له دې تړون وباسه او پر ایران یې بندیزونه ولګول چې په مقابل کې ایران هم ګام په ګام دې تړون ته خپلې ژمنې کمې کړې.

د متحده ایالتونو نوي حکومت کې چارواکو دا خبره کړې ده چې دې تړون ته د واشنګټن د ستنېدو لپاره ایران باید د تړون ټولې مادې پلي کړي.

ایران چې خپل اټومي پروګرام سوله ییز بولي، وروستیو کې یې تړون کې له ټاکلې کچې یورانیم بډایولو اندازه زیاته کړې ده.

دا بډایه شوي یورانیم د راکتور پر سونتوکو سربېره اټومبم هم جوړولی شي.

اوس جو بایډن وايي، که ایران د یورانیم بډایولو برخه کې ګام پورته نه کړي، نو واشنګټن به پر تهران بندیزونه کم نه کړي.

هغه د سي بي اېس تلوېزون د دې پوښتنې په ځواب کې- چې امریکا به د خبرو مېز ته د ایران را وستلو لپاره له تهران بندیزونه لرې کړي- وویل: نه

وروسته چې خبریال وپوښت: "یانې ایرانیان باید اول د یورانیم بډایول پرېږدي" نو بایډن ځواب کې وویل: "هو"

.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ډونلډ ټرمپ پر ۲۰۱۸ کال امریکا له اټومي تړون و اېستله.

وروسته سپینې ماڼۍ وویل، د ښاغلي بایډن منظور د اټومي تړون له اندازې د یورانیم ډېر بډایول و.

د ښاغلي بایډن تر څرګندونو څو ګړۍ وروسته د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف وویل، چې هېواد یې د اتومي تړون پر مادو خبرې نه کوي او دا امریکا وه چې له دې تړون ووتله او باید ور ستنه شي.

د ښاغلي ظریف څرګندونې د ښاغلي بایډن خبرو ته ځواب بلل کېدی شي چې وايي، واشنګټن اتومي تړون ته په دې شرط ستېږي چې ایران دغه تړون کې له ټاکل شوې کچې د ډېرو یورانیمو بډایول وځنډوي.

نوموړي د ایران ملي تلوېزون سره مرکه کې زیاته کړه: "پر اتومي تړون به نه څه کم یا زیات شي، پر ټول تړون خبرې شوې او داسې نه ده چې پر نورو مسلو خبرې نه وي شوې، ایران په تړون کې دی او امریکا باید ور ستنه شي. "

نوموړي وروسته زیاته کړه، چې د امریکا ولسمشر جو بایډن باید د تړون په هکله پرېکړه وکړي چې د ډونلډ ټرمپ سیاست به کوي او که نوی سیاست به غوره کوي:

"د بایډن حکومت لا پرېکړه نه ده کړې چې څه کار وکړي او اوسنۍ خبرې یې هم ګونګې او بې مانا دي او لا هم وخت لري چې خپلې خبرې سمې کړي."

خامنه يي څه وايي؟

KHAMENEI.IR

د عکس سرچینه، KHAMENEI.IR

د عکس تشریح، خامنه يي وايي، تهران به پر اټومي تړون د خبرو لپاره شرطونه ږدي.

تر دې مخکې د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي وویل، ایران د خپل اتومي پروګرام په اړه نړیوالې ټولنې سره د خبرو پر مهال شرایط ټاکلی شی، ځکه چې تهران د دې تړون له مخې خپلې ژمنې عملي کړې دي.

ښاغلي خامنه يي یکشنبه د ایران د هوايي ځواک له قومندانو سره د خبرو پرمهال همدا راز تور ولګاوه چې لویدیځو هېوادونو له خپلو ژمنو سرغړونې کړې دي، ځکه نو اوس ایران د دې تړون د اوږدولو په اړه نوي شرایط ټاکلی شي.

د ایران او نړیوالې ټولنې ترمنځ اتومي تړون په ۲۰۱۵ کال کې وشو خو امریکا ترې په ۲۰۱۸ کال کې ووته.

اوس امریکا له تهران غواړي چې له خپلو اتومي فعالیتونو لاس په سر شي او که داسې وکړي نو واشنګټڼ به یو ځل بیا د دې تړون برخه شي، خو تهران وايي، لومړی باید امریکا پرې لګولي ټول بندیزونه لري کړي.