سرچینې: ایران له ټاکل شوي حده ډېر یورانیم بډایه کړي

Men work inside a uranium conversion facility outside Isfahan (30 March 2005)

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، تړون کې ایران ژمنه کړې وه چې تر ۱۵ کلونو به تر ۳۰۰ کیلوګرامه ډېر یورانیم نه بډای کوي.

سرچینې وايي ایران د یورانیمو د بډایه کولو او ذخیره کولو له ټاکل شوي حده چې ۳۰۰ کیلوګرامه یورانیم دي، اوښتی. په ۲۰۱۵ کال کې ایران د نړۍ له یو شمېر ځواکمنو هېوادونو سره د خپلو اتومي پروګرام په اړه هوکړه وکړه، خو وروسته امریکا له دې تړونه لاس پر سر شو.

د امریکا له اعلان وروسته سږ کال د غويي میاشت پر اتلسمه ایران هم د ۲۰۱۵ کال نړیوال اټومي تړون له ځینو ځانګړو ژمنو پرشا شو. اروپایي هېوادونو هڅه وکړه چې دواړه هېوادونه دې تړون ته ژمن پاتې شي، خو داسې ونشول.

یوې سرچینې د ایران فارس نیوز خبري آژانس ته ویلي چې پر دوشنبه د اټومي انرژۍ نړیوال آژانس دغه یورانیم اندازه کړي چې رپوټ به یې واستوي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني ویلي و، هغه به په هېواد کې د پر بهر د پلورلو پر ځای د بډایو یورانیمو زېرمې وساتي.

Iranian President Hassan Rouhani (R) is shown nuclear technology by Ali Akbar Salehi, head of Atomic Energy Organization of Iran (9 April 2019)

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د ایران ولسمشر حسن روحاني د امریکا د بندیزونو پر وړاندې کلک غبرګون وښوده او د یورانیمو بډایولو پر تګلارې یې له سره کتنه وکړه.

نوموړي په ۶۰ ورځو کې د یورانیمو د لوړي کچې د تولید د بیا پيلولو خبرداری ورکړی و.

د تړون موخه د بندیزونو د نرمولو په بدل کې د ایران د اټومي هیلو راکمول و، خو د امریکا له وتلو وروسته له ایران سره د واشنګټن اړیکي ترینګلي شوي.

له هغه وروسته د ایران اقتصاد د امریکا د تازه بندیزونو تر ګوزار لاندې دی.