د ایران اټومي تړون: ښايي تهران د یورانیمو بډاینه ډېره کړي

د عکس سرچینه، AFP
ایران د ۲۰۱۵ کال نړیوال اټومي تړون له ځینو ځانګړو ژمنو پرشا شوی، یو کال وړاندې امریکا هم له دې تړونه وتلې وه.
د ایران ولسمشر حسن روحاني ویلي، هغه به په هېواد کې د پر بهر د پلورلو پر ځای د بډایو یورانیمو زېرمې وساتي.
نوموړي په ۶۰ ورځو کې د یورانیمو د لوړي کچې د تولید د بیا پيلولو خبرداری ورکړی.
د تړون موخه د بندیزونو د نرمولو په بدل کې د ایران د اټومي هیلو راکمول و، خو د امریکا له وتلو وروسته له ایران سره د واشنګټن اړیکي ترینګلي شوي.
له هغه وروسته د ایران اقتصاد د امریکا د تازه بندیزونو تر ګوزار لاندې دی.
دا خبر عراق ته د امریکې د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو له ناڅاپي سفر وروسته خپور شو، چې ور سره د خلیج سیمو ته یوه امریکايي الوتک لېږدوونکې بېړۍ هم ورسېده.
امریکايي چارواکو د ایران له لوري امریکايي پوځي ځواکونو او د هغوی ملګرو ته د خطر راپورونه ورکړي، خو د خطر د څرنګوالي په اړه یې ډېر لږ جزیات وړاندې کړي.
ولسمشر روحاني څه وویل؟
ښاغلي ورحاني وویل د هغه تړون دوې برخې به وځنډوي چې مخکې ایران ورته ژمن و: د بډایو یورانیمو پلور او درنې اوبه.
هغه وروسته د تړون پاتې غړو هیوادونو ـ فرانسې، جرمني، روسیې، چین او بریتانې - ته ۶۰ ورځې ورکړې چې یا به به په تړون کې خپلو مالي او د تېلو ژمنې پالي او یا به د امریکا د بندیزونو طرف نیسي.
هغه وویل که دا ژمنې پرځای نشي، ایران به په لوړه کچه د یورانیمو بډاینه پيل کړي، چې اوس دا چاره بنده ده او په اراک کې به د هغو پلانونو له مخې چې تر تړون یې مخکې شوی و، د ردنو اوبو د ریاکټر پراختیا روانه کړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
خو ایراني ولسمشر وویل چې ایران له تړونه نه وځي.
هغه وویل: "موږ نه غواړو چې تړون پرېږدو. د نړۍ ټول خلک باید پوه وي چې نن د JCPOA تړون د پای ورځ نده. دا د JCPOA په اډانه کې یو نوی ګام دی".
خو هغه دا هم وویل، که د ایران قضیه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته ولېږل شي، پینځه ځواکمن هېوادونه به له یوه "قاطع غبرګون" سره مخ شي.










