سرچینې: ایران له ټاکل شوي حده ډېر یورانیم بډایه کړي

سرچینې وايي ایران د یورانیمو د بډایه کولو او ذخیره کولو له ټاکل شوي حده چې ۳۰۰ کیلوګرامه یورانیم دي، اوښتی. په ۲۰۱۵ کال کې ایران د نړۍ له یو شمېر ځواکمنو هېوادونو سره د خپلو اتومي پروګرام په اړه هوکړه وکړه، خو وروسته امریکا له دې تړونه لاس پر سر شو.

د امریکا له اعلان وروسته سږ کال د غويي میاشت پر اتلسمه ایران هم د ۲۰۱۵ کال نړیوال اټومي تړون له ځینو ځانګړو ژمنو پرشا شو. اروپایي هېوادونو هڅه وکړه چې دواړه هېوادونه دې تړون ته ژمن پاتې شي، خو داسې ونشول.

یوې سرچینې د ایران فارس نیوز خبري آژانس ته ویلي چې پر دوشنبه د اټومي انرژۍ نړیوال آژانس دغه یورانیم اندازه کړي چې رپوټ به یې واستوي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني ویلي و، هغه به په هېواد کې د پر بهر د پلورلو پر ځای د بډایو یورانیمو زېرمې وساتي.

نوموړي په ۶۰ ورځو کې د یورانیمو د لوړي کچې د تولید د بیا پيلولو خبرداری ورکړی و.

د تړون موخه د بندیزونو د نرمولو په بدل کې د ایران د اټومي هیلو راکمول و، خو د امریکا له وتلو وروسته له ایران سره د واشنګټن اړیکي ترینګلي شوي.

له هغه وروسته د ایران اقتصاد د امریکا د تازه بندیزونو تر ګوزار لاندې دی.