تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ایران: لس ورځې وروسته به اتومي محدودیتونو ته ژمن نه یو
ایران وایي د دې میاشتې وروستیو کې د یورانیمو د نه غني کولو په اړه له خپلې یوې مهمې ژمنې، چې د ۲۰۱۵ کال اټومي تړون کې یې کړې وه، لاس اخلي. د ایران د اټومي انرژۍ ادارې یو ویاند وایي د جون پر ۲۷ به د دغه هېواد پاخه یورانیم د درې سوه کیلوګرامو مجازې کچې نه واوړي.
ولسمشر حسن روحاني تېره میاشت ګواښنه اورولې وه چې هېواد به یې، له تړون نه د امریکا د وتلو له امله، نور دغه ډول محدودیتونو ته پام و نه کړي.
د اسرائيلو لومړي وزیر بنیامین نتیاهو ویلي، د ایران د وروستیو ګواښونو په ځواب کې باید یو ځل بیا پر دې هېواد کلک نړیوال بندیزونه ولګول شي.
نوموړي ویلي، اسرائيل به هېڅ کله هم ایران د اتومي وسلو ترلاسه کولو ته پرېنږدي.
په بي بي سي کې د دفاعي چارو خبریال وایي دا د تهران له خوا په دې اړه یوه بله ګواښنه ده چې که اروپایي هېوادو د امریکایي بندیزونو د فشار د کمولو له پاره کلک ګامونه پورته نه کړل، ایران به په تړون کې له ښودل شویو محدودیتونو نه ووځي.
دی وایي ایران دا ګواښ هم کړی چې د پخو شویو یورانیمو کچه به دومره لوړه کړي چې په وسلو کې د کاروونکو موادو درلودو ته ورلنډ شي.
په لوړه کچه پاخه شوي یورانیم دا وړتیا لري چې ان په هستوي وسلو کې وکارول شي.
برتانیا، جرمني او فرانسې پر ایران غږ کړی چې د ۲۰۱۵ کال تړون ته ژمن پاتې شي.
ایران دا اعلان په داسې وخت کې کوي چې له امریکا سره یې اړیکي یو ځل بیا ترینګلي شوي او په منځني ختیځ کې سیاسي او پوځي وضعیت تاوجن شوی.
امریکا پر ایران تور لګوي چې د عمان خلیج کې یې پر تېلو لېږدوونکو بېړیو بریدونه کړي دي. له دې بریدونو وروسته په نړیوال بازار کې د تېلو بیه څلور نیم سلنه لوړه شوې وه.
خو ایران دا تورونه رد کړي او پر امریکا تور لګوي چې په لوی لاس په سیمه کې بې ثباتي رامنځته کوي.
د نړیوالې ټولنې او ایران ترمنځ اتومي تړون په ۲۰۱۵ کال کې د پخواني ولسمشر باراک اوباما د واکمنۍ پر مهال شوی و.
د دې تړون پر اساس ایران د یورانیمو نه غني کولو ته غاړه کېښوده، او په بدل کې پرې لګېدلي نړیوال بندیزونه نرم شول.
خو د امریکا اوسني ولسمشر ډونلډ ټرمپ واک ته له رسېدو سره سم پر دې تړون نیوکې پیل کړې او دا یې د ایران په ګټه او د لویدیځو هېوادونو په تاوان وباله.
نوموړي بلاخره روان کال اعلان وکړ چې له دې تړونه لاس په سر کېږي.
د ولسمشر ټرمپ دې اعلان ته اروپایي هېوادونو سخت غبرګون وښود او خپله یې دې تړون ته د ژمن پاتې کېدو خبره وکړه.