امریکا 'د ایران سپاه د وسلو پر سیستم سایبري برید پیل کړی'

د عکس سرچینه، EPA
امریکايي رسنۍ وايي دغه هېواد د ایراني وسلو پر سیستم وروسته تر هغه برید وکړ چې ولسمشر ټرمپ پر ایران د هوايي برید له هوډه پر شا شو.
د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په وینا، دا برید د ایران له خوا د امریکا بې پيلوټه الوتکې راغورځول او د تېلو د سمندري ټانکرو سوځولو غچ و چې امریکا یې پر ایران تاوانوي.
امریکا همدارنګه پر ایران نوي اقتصادي بندیزونه لګوي چې ولسمشر ډونلډ ټرمپ "لوی" بللي دي.
ښاغلي ټرمپ وویل، "ددې لپاره چې د ایران د اټومي وسلو له ترلاسه کولو راوګرځوو بندیزونو ته اړتیا شته او اقتصادي فشارونه به ترهغو روان وي چې ایران پر لار سم نه شي".
د شنبې په ورځ د امریکا د کورني امنیت ادارې خبرداری ورکړ چې ایران هم پر امریکا سایبري بریدونه زیات کړي.
د سایبري او زېربنايي امنیت ریس کریستوفر کربز وویل د "ایراني رژیم او نیابتي پلویانو" له لورې پر امریکايي صنایعو او حکومتي ادارو "شوم سایبري فعالیتونه" پیل شوي.
امریکا پر ایران 'لوی' بندیزونه لګوي
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، پر ایران به د اتومي وسلو ته د رسېدو د مخنیوي په پار نور بندیزونه ولګوي. ټرمپ دا څرګندونې د واشنګټن او تهران ترمنځ د ترینګلتیا تر ډېرېدو وروسته کړې دي.

د عکس سرچینه، Reuters
ټرمپ یوې خبرې غونډې ته وویل: "لا نور بندیزونه به ولګوو او دا بندیزونه به په څینو سکتورونو پلې کړو"، دی وايي نوي بندیزونه په تهران کې د مشرتابه تر بدلېدو پورې دوام ورکړي.
دا ګام وروسته تر هغه اخیستل کېږي چې ایران ویلي وو د یورانیمو د بډاینې چارې به بیا پیل او د اتومي پروګرام هغه چارې به بشپړې کړي چې هوکړه پرې شوې ده.
په ۲۰۱۵ کال له لویو قوتونو سره د تهران د هوکړې له مخې، تهران منلې وه چې پر ایران به د اقتصادي بندیزونو د سپکولو په مقابل کې تهران د متفق علیه یورانیمو د بډاینې چارې کموي، چې په دې سره خپل تېل هم صادر کړای شي.
خو امریکا له ایران سره له شوې اتومې هوکړې (برجام) ووتله او پر دغه هېواد یې لا نور بندیزونه ولګول.
د امریکا بندیزونو د ایران حکومت ته لویې اقتصادي ستونزې وټوکولې، د تومان ارزښت بیخي راولوېد او له هېواده د بهرنیو پانګوالو تېښته پیل شوه.
ټرمپ وايي "که ایران غواړي یو پرمختللی هېواد شي، زه کومه ستونزه نه لرم.خو دا کار په پنځو - شپږو ورځو کې نه کېږي، هغه هم داسې وخت کې چې ایران د اتومي وسلې لرلو په سوچ کې دی".
نوموړي پر خپل ټویټر لیکلي: "لانور لوی بندیزونه به د دوشنبې په ورځ عملی شي".
د تېرې شنبې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو ویلي وو، امرکیا به پر ایران لا نور بندیزونه ولګوي چې له تاوتریخوالي لاس واخلي، خو امریکا به دیپلوماتیکې هڅې هم روانې وساتي "که مناسب وخت وي، موږ له دوی سره معاملې ته لېوال یو".
د امریکا بندیزونو څه اغېز کړی؟
تېر کال امریکا پر ایران نور بندیزونه ولګول. دا بندیزونه د انرژۍ، تېلو او مالي خدمتونو پر سکتورونو عملي شول، چې د بهرنیو پانګوالو د تېښتې لامل وګرځېد او د تېلو صادرات یې پاموړ راټیټ شول.
د بندیزونو له کبله له ایران سره د امریکايي شرکتونو پر معاملو هم بندیز ولګېد، همدارنګه نور بهرني شرکتونه هم له ایران سره له معاملې وګرځول شول.
بندیزونو د ایران پر وارداتو منفي اغېز وکړ، په تېره بیا د خامو موادو واردېدل ډېر اغېزمن شول.
د تومان د ارزښت لوېدو له کبله د غوښې او هګیو بیې ډېرې لوړې شوې.
لوی انځور
ټرمپ پر ایران د نورو بندیزونو اعلان د امریکا او ایران ترمنځ د ترینګلتیا تر ډېرېدو وروسته کړی.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
د تېرې پنجشنبې په ورځ ایران په خلیج کې د امریکا یوه څارګره ډرون الوتکه وویشته. د ایران انقلابي ګارد وویل، ددغې الوتکې ویشتل امریکا ته ښکاره پیغام دی چې "د ایران پوله سره کرښه ده".
خو د امریکا پوځ وویل، الوتکه د هرمز تنګي پر سر د نړیوالو اوبو په هوايي حریم کې ویشتل شوې.
د ایران د انقلابي ګارد یوه قومندان امیر علي حاجي زاده ویلي: "د څارګرې الوتکې شاوخوا کې یوه بله ۳۵ مسافر وړونکې الوتکه هم وه، موږ هغه هم ویشتلی شوی، خو دا کار مو ونه کړ".























