ټرمپ: د جګړې په صورت کې به ایران 'له منځه لاړ شي'

ټرمپ

د عکس سرچینه، Alex Wong

د عکس تشریح، ولسمشر ټرمپ خپله هغه وروستۍ پرېکړه هم مناسبه وبلله چې هرمز تنګي کې یې د امریکايي څارګرې ډرون له غورځېدو وروسته د هوايي بریدونو په تړاو بېرته اخیستې وه.

د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، جګړه نه غواړي، خو نوموړي ایران ته خبرداری ورکړی چې د جګړې په صورت کې به له 'محو ' کېدو سره مخامخ شي.

له این بي سي خبري شبکې سره د جمعې پر ورځ خبرو کې نوموړي وویل، امریکایان خبرو ته چمتو ته دي، خو په خبره یې ایران ته به د اتومي وسلو چمتو کولو اجازه ور نه کړي.

نوموړي خپله هغه وروستۍ پرېکړه هم مناسبه وبلله چې هرمز تنګي کې یې د امریکايي څارګرې ډرون له غورځېدو وروسته د هوايي بریدونو په تړاو بېرته اخیستې وه.

ولسمشر ټرمپ وايي، ورته ویل شوي وو، چې ۱۵۰ ایرانیان به ووژل شي:

''دا مې خوښه نه شوه، فکر مې نه کاوه چې دا به متناسبه وي. ''

تهران وايي، ویشتل شوې ډرون د دوی هوايي حریم ته ننوتې وه، خو د امریکا متحده ایالاتو چارواکي ادعا کوي چې هغه بې پیلوټه څارګره الوتکه د نړیوالو اوبو پر سر د الوت پر مهال ویشتل شوې ده.

ولسمشر ټرمپ وايي، د برید لپاره پلان چمتو او زما د تایید انتظار کېده. نوموړی وايي، له جنرالانو یې پوښتنه وکړه، چې څومره خلک به وژل کېږي:

''یوې ثانیې لپاره مې پرې غور وکړ او و مې ویل، پوهېږئ، دوی یوه بې پیلوټه الوتکه ووېشته، هر څه نوم چې ورکوئ او دلته به موږ ۱۵۰ وژل شویو کسانو سره ناست یو چې که زه ووایم ښايي ټولټال نیم ساعت وخت ونیسي. ''

ولسمشر ټرمپ هغه رپوټونه رد کړل چې ګواکې ویشتل شوې الوتکه د ایراني راډار او توغندیز سسټم په ګډون پر ځینو ایراني هدفونو د بمبار لپاره پر لاره وه چې وویشتل شوه.

نوموړي وویل:

''په هوا کې هیڅ الوتکې نه وې. ''

د ایراني مشرتابه په مخاطبولو سره نوموړي وویل:

''تاسې نه شئ کولای، اتومي وسلې جوړې کړئ. که تاسې غواړئ په دې اړه خبرې وکړئ، ډېره ښه ده او که نه، کولای شئ د اوږدې مودې لپاره له یوه تړل شوي اقتصاد سره ژوند وکړئ. ''

بل لور ته ایراني چارواکي وايي، هر ډول برید به سیمه ییز او نړیوال اغیز ولري. د ایران بهرنیو چارو وزارت یوه مرستیال سید سجاد پور بي بي سي ته وویل:

''که پر ایران تېری کېږي، ایران به یې ځواب ورکوي. ''

نوموړي زیاته کړه:

''دا څرګنده ده چې د ډونلډ ټرمپ ادارې ځینې غړو د ایران حکومت نسکورول غوښتل. ''

ایران

د عکس سرچینه، IRIBNEWS

د عکس تشریح، ایراني ټلویزیون هغه تصویرونه خپاره کړي چې په وینا یې د وېشتل شوې ډرون الوتکې دي

په سیمه کې د تېلو پر لېږدونکو بېړیو بریدونه کړي او له هغه راهیسې د دواړو هېوادونو تر منځ تاوتریخوالی په ډېرېدو دی. امریکايي چارواکي وايي، ژر به د ایران په نړیواله همغږۍ د ایران پر اتومي پروګرام نور بندیزونه ولګوي.

تېر کال د امریکا متحده ایالات له هغې هوکړې په شا شوه چې د ایران اتومي پروګرام په تړاو ۲۰۱۵ کال کې شوې وه. امریکا متحدو ایالتونو د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غوښتې چې د دوشنبې پر ورځ د ایران په تړاو غونډه وکړي.