ایران له اټومي تړون د وتلو اعلان وکړ

د عکس سرچینه، EPA
- Author, پاینده څرګند
- دنده, بي بي سي، لندن
ايران وايي له دې ورسته د يورانيمو پخولو کې د محدوديت په اړه خپلې کړې ژمنې نه مراعتوي.
دا په واقعيت کې پر٢٠١٥ کال له شوي نړيوال اتومي تړون د تهران لاس اخيستل دي.
د ايران دغه گام د امريکا له خوا عراق کې د ايراني جنرال قاسم سليماني تروژل کېدا وروسته دی چې ور سره د تهران او واشنگټن اړيکي لا ترينگلي شول.
په تهران کې کابینې تر یوې غونډې وروسته اعلان وکړ چې د ایران حکومت پنځم او وروستي ګام سره له ټولو هغو ژمنو تېرېږي چې له شپږو قدرتونو سره یې د اټومي تړون پر مهال کړې وې.
پر دې بنسټ له دې وروسته ایران "د یورانیم بډایولو، د سلنې له مخې بډایولو، د بډایه شویو موادو کچې، څېړنې او پراختیا" په ګډون په یوه برخه کې هم له کوم محدودیت سره مخ نه دی او "د سانتریفیوجونو د شمېر محدودیت" هم ډډې ته کوي.
خو په بیان کې دا هم ویل شوي چې ایران د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس سره خپله همکاري کوي او د بندیزونو لرې کېدو او اټومي تړون له ګټو د برخمنېدو په حالت کې د اټومي تړون پر ژمنو بیا درېدو ته تیار دی.
نږدې شل میاشتې کېږي چې امریکا له اټومي تړون یو لوریزه ووتله او پر ایران یې بندیزونه ولګول او په دغه موده کې د دې تړون د ژغورلو لپاره د نورو لوېدیځو هېوادونو هڅې بې ګټې وې.
اروپايي ټولنې بیا بیا له ایران غوښتي چې له اټومي تړونه ونه وځي، خو تهران دا ټولنه تورنوي چې د تړون خوندیتوب لپاره یې کوم کار نه دی کړی.
ایران له دې تړون د امریکا تر وتلو ټیک یو کال وروسته ګام په ګام خپلې ژمنې کمې کړې او ځینې اټومي چارې یې له سره پیل کړې؛ فردو اټومي بټۍ کې یورانیم بډایول بیا پیل شول او دې برخه کې د چټکتیا لپاره یې هغو پرمختللو سانتریفیوجونو ته مخه کړه چې اټومي تړون ترې منع کړی و.

د عکس سرچینه، EPA
د ایران اوسنۍ پرېکړه د تېرې جمعې په ورځ د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د قدس ځواکونو د مشر قاسم سلیماني تر وژل کېدو وروسته ده او تر دې پېښې وروسته کارپوهانو ویل چې نور اټومي تړون ختم دی.
۱۶ ورځې مخکې برتانیا، جرمي او فرانسې وویل، ښايي د اټومي تړون خلاف ورزیو ته د رسېدو بهیر پیل کړي، خو چې دا تړون پوره له منځه تللی نه وي، له ملګرو ملتونو به د بندیزونو غوښتنه ونه کړي او منتظر به وي د ژمنو کمولو برخه کې ایران څه کوي.
ایراني چارواکو ویلي و چې د جنورۍ پر شپږمه به د اټومي تړون د ژمنو پرېښودو بل ګام پورته کوي.
د ایران ولسمشر حسن روحاني جاپان ته وروستي سفر کې ویلي و چې که د اټومي تړون له ګټو برخمن نه شي، ممکن له دې تړون ووځي.
د هغه په خبره، ایران دې برخه کې پر خپلو ژمنو درېدلی او ان له تړون د امریکا تر وتلو وروسته یې هم "صبر" وکړ خو که ګټې یې خوندي نه شي "ممکن په بل ګام کې پر ژمنو ونه درېږي".
له عراق د امریکايي پوځیانو د وتلو غوښتنه
د سليماني او عراقي شعيه مليشو د قوماندان وژنې ته په ځواب کې بيا عراقي پارلمان له دولت غوښتي چې امريکايي پوځيان له هېواد وباسي.
د عراقي پارلمان پياوړي شعيه بلاک دې ته رايه ورکړه ، خو د پارلمان سني او کوردي غړو يې مخالفت وکړ.
د پارلمان له خوا منظور شوي قرارداد کې له حکومت غوښتنه شوې چې د عراق خاوره، هوایي حریم او سمندري ځواکونه نور پرې نه ږدي چې د بهرنیو ځواکونو له خوا وکارول شي.
د عراق لومړي وزیر عادل عبدل مهدي پر یکشنبه پارلمان ته په خپله وینا کې وویل چې دې هېواد کې دې د بهرنیو ځواکونو شتون نور ختم شي.
د اسلامي دولت نومې ډلې پرضد نړيوال پوځي ايتلاف په جوړښت کې شاوخوا ٥٠٠٠ زره امريکايي پوځيان دامهال عراق کې دېره دي .
رپوټونه وايي چې یکشنبه ماښام مهال په بغداد کې د امریکا پر سفارت ډزې شوې.
بي بي سي ته یوې سرچینې ویلي چې پر سفارت غیرمستقیم ډزې شوې چې د مرګژوبلې په اړه یې معلومات نه شته.









