د اټومي تړون پرېکړه به امریکا ګوښې کړي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, یما بارز
- دنده, بي بي سي
نيويارک ټايمز وايي د ايران له اټومي تړونه د وتلو پرېکړه امريکا د لوېديځو متحدينو په منځ کې گوښې کړه او له شمالي کوريا سره يې اټومي وسلو په تړاو له خطرناکو خبرو وړاندې د ناڅرگندتيا او ابهام چاپېريال رامنځته کړ.
ورځپاڼه د ايران، جرمني، برتانيا او فرانسې له لوري تړون ته د ژمنتيا څرگندېدا ته اشاره کوي او وايي له دې سره پر هغو اروپايي کمپنيو چې ايران سره په کارو بار کې ښکېل دي د بنديز لگېدا شونتيا هم رامنځته کېږي چې د اروپا او امريکا ترمنځ د ناندريو لامل کېداى شي.
او له اروپايي مشرانو سره د ولسمشر ټرمپ وار له مخه کمزورې اړيکې له ازموينې سره مخامخولى شي.
ورځپاڼه وايي، د ولسمشر ټرمپ دا پرېکړه به په ايران کې توندلاري ښايي لا وهڅوي، د امريکا او اسراييل پر وړاندې به د ايرانيانو د غچ اخيستونکي گام شونتيا ډېره کړي او په منځني ختيځ کې به د وسلو سيالي تونده او له يمنه نيولي تر سوريې پورې به فرقه ييز تاوتريخوالي ته لمن ووهي.* ټرمپ امریکا د ايران له اتومي تړونه وايسته
د ایران اعتماد ورځپاڼه
ايرانۍ اعتماد ورځپاڼه وايي د خپلو اروپايي متحدينو له ټينگار سره سره، له اټومي تړونه د ولسمشر ټرمپ شا ته کېدل د عراق له جگړې وروسته د امريکا او اروپا ترمنځ د تر ټولو سترې ناندرۍ لامل شو. ورځپاڼه وايي د اټومي تړون له برخليک وړاندې د امريکا او اروپا د اړيکو څرانگوالى له ناڅرگندتيا او ابهام سره مخ شوى دى.
هندو ورځپاڼه:
هندۍ ورځپاڼې افغانستان کې د شپږو هندي انجینرانو برمته کېدو په تړاو ليکلي چې د هند بهرنيو چارو وزيرې سوشما سوراج پر افغان حکومت غږ کړى چې هندي انجینران دې وژغوري.
ورځپاڼه وايي اغلې سووراج دغه څرگندونې له خپل افغان سيال سره د ټيليفوني خبرو اترو په ترڅ کړي او دانجینرانو په موندنې او د هغوى په خوندي بېرته ستنولو کې يې د افغان حکومت مرسته غوښتې.
ورځپاڼه وايي افغان غاړې د هند بهرنيو چارو وزيرې ته ډاډ ورکړى چې په دې لړ کې د قومي مشرانو په گډون هڅې پيل شوي او افغان حکومت به هېڅ راز هلې ځلې ونه سپموي.








