غلا شوی لرغونی تابوت بېرته مصر ته وسپارل شو

تابوت

امریکايي چارواکو هغه لرغونی تابوت بېرته مصر ته سپارلی، چې دوه کاله مخکې د نیویارک ښاروالۍ موزیم تر لاسه کړی و. د نیدجیمانخ نومي مذهبي راهب دغه تابوت ۲۱۰۰ کاله پخوانی دی، چې د هنري اثارو لېږد رالېږد یوې نړیوالې شبکې له لوري پر نیویارک موزیم پلورل شوی و.

چارواکي وايي، د تابوت پلورونکو جعلي اسناد چمتو کړي وو. په سرو زرو کې نغښتی دغه تابوت په ۲۰۱۱ کال کې مصر کې غلا شوی او بهر ته قاچاق شوی و.

د رویټرز خبري اژانس په رپوټ کې د منهټن سیمې مختار وکیل یا اټارني سایرس ونس له قوله ویل شوي:

"زموږ معلومات ښيي چې دا تابوت له هغو سلګونو نایابو اثارو یوازې یو دی چې دغې نړیوالې شبکې غلا کړي دي."

نوموړي په نیویارک کې د دغه تابوت بېرته سپارلو په مراسمو کې زیاته کړه، داسې نور اثار هم ښايي ترلاسه شي.

ویل کېږي موزیم دغه څه باندې ۲۱ پېړۍ پخوانی تابوت د هنري اثارو له یوه پارسي سوداګره د څلورو میلیونو ډالرو بدل کې اخیستی و.

تابوت

د عکس سرچینه، Reuters

چارواکو ځايي رسنیو ته ویلي، لومړی دغه تابوت جرمني ته لېږدول شوی و او وروسته فرانسې ته وړل شوی، چې بیا یې د پلور پر مهال د وارداتو او صادراتو یو مصری جواز چې د ۱۹۷۱ کال نېټه پرې لیکلې وه، له نورو جعلي اسنادو سره وړاندې شوی و.

چارواکي وايي،۲۰۱۱ کال له غلا کېدو مخکې دغه تابوت د مصر په مینا سیمه کې څه باندې دوه زره کاله تر خاورو لاندې خښ و. د رویټرز رپوټ وايي، د مصر بهرنیو چارو وزیر سامح حسن شکري په دې اړه وویل:

''دا یوازې د مصر نه دی، بلکې زموږ ټولو انسانانو شریک میراث دی. ''

ویل کېږي، ۲۰۲۰ کال کې به دغه تابوت مصر کې نندارې ته وړاندې شي.