صحرا کریمي د افغان فلم مشره ټاکل شوې

صحرا کریمي

د عکس سرچینه، Sahra Karimi

د عکس تشریح، صحرا کریمي ایران کې زیږېدلې او فلمونو کې لوبېدلې او فلمونه یې هم جوړ کړي دي. نوموړې فلم جوړونه کې دوکتورا لري.

د افغانستان د اداري اصلاحاتو خپلواک کمېسیون ویلي د صحرا کریمي په نامه یوه ښځه د افغان فلم ادارې د مشرې په توګه ټاکل شوې ده. افغان فلم د افغانستان د سینما یوازېنی دولتي بنسټ دی چې په ۱۳۴۷ کال جوړ شوی.‌

دا لومړی ځل دی چې یوه ښځه د دغې ادارې د مشرې په توګه ټاکل کېږي.

د افغان فلم ادارې ته د دولت سم پام د دغې ادارې د فعالیتونو ښه نه ځلېدو لامل بلل شوی دی.

د افغانستان د اداري اصلاحاتو خپلواک کمېسیون مشر نادر نادري پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي: "افغان فلم په افغانستان کې د فلم جوړولو تر ټولو زوړ دولتي شرکت دی چې د رڼه بهیر له لارې یې اوس مشره یوه ښځه ټاکل شوې ده. صحرا کریمي فلم جوړوونکې ده."

صحرا کریمي ایران کې زیږېدلې او فلمونو کې لوبېدلې او فلمونه یې هم جوړ کړي دي. نوموړې فلم جوړونه کې دوکتورا لري.

افغان فلم بنسټ

د عکس سرچینه، .

د عکس تشریح، افغان‌فلم په افغانستان د سینما یوازېنی دولتي بنسټ دی، چې په ۱۳۴۷ کال کې جوړ شوی.

تېر کال د افغان فلم ارشیف ولسمشرۍ ماڼۍ ته ولېږدول شو، چې د افغان فرهنګیانو او افغان فلم جوړوونکو له خوا پرې سختې نیوکې وشوې.

خو ارګ هغه وخت ویلي وو، چې دا ارشیف یې د خوندي کولو په موخه لېږدولی، ځکه چې پخواني ځای کې خوندي نه و.

دغه ۹۰ کلن ارشیف ډېر بډایه مستند اثار لري چې د ۹۰مې لسیرې د کورنیو جګړو ډېر مواد پکې شته او د طالبانو واکمنۍ کې هم ژغورل شوی دی.

دا هم د لوستلو دي: