تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
صحرا کریمي د افغان فلم مشره ټاکل شوې
د افغانستان د اداري اصلاحاتو خپلواک کمېسیون ویلي د صحرا کریمي په نامه یوه ښځه د افغان فلم ادارې د مشرې په توګه ټاکل شوې ده. افغان فلم د افغانستان د سینما یوازېنی دولتي بنسټ دی چې په ۱۳۴۷ کال جوړ شوی.
دا لومړی ځل دی چې یوه ښځه د دغې ادارې د مشرې په توګه ټاکل کېږي.
د افغان فلم ادارې ته د دولت سم پام د دغې ادارې د فعالیتونو ښه نه ځلېدو لامل بلل شوی دی.
د افغانستان د اداري اصلاحاتو خپلواک کمېسیون مشر نادر نادري پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي: "افغان فلم په افغانستان کې د فلم جوړولو تر ټولو زوړ دولتي شرکت دی چې د رڼه بهیر له لارې یې اوس مشره یوه ښځه ټاکل شوې ده. صحرا کریمي فلم جوړوونکې ده."
صحرا کریمي ایران کې زیږېدلې او فلمونو کې لوبېدلې او فلمونه یې هم جوړ کړي دي. نوموړې فلم جوړونه کې دوکتورا لري.
تېر کال د افغان فلم ارشیف ولسمشرۍ ماڼۍ ته ولېږدول شو، چې د افغان فرهنګیانو او افغان فلم جوړوونکو له خوا پرې سختې نیوکې وشوې.
خو ارګ هغه وخت ویلي وو، چې دا ارشیف یې د خوندي کولو په موخه لېږدولی، ځکه چې پخواني ځای کې خوندي نه و.
دغه ۹۰ کلن ارشیف ډېر بډایه مستند اثار لري چې د ۹۰مې لسیرې د کورنیو جګړو ډېر مواد پکې شته او د طالبانو واکمنۍ کې هم ژغورل شوی دی.
دا هم د لوستلو دي: