افغان فلم "ولسمشر ته لیک" د اوسکار جایزې ته وړاندې شوی

د ولسمشر ته یو لیک په نوم دغه فلم د رویا سادات لخوا ډایرکټ شوی په داسې حال کې چې مهم رولونه یې نامتو ممثله او موډله لینا علم او (د کونډې د زوی) د مشهور کمیډي سریال مرکزي کرکتر ممنون مقصودي لوبوي.

ددغې فلم کیسه د ټیټې کچې په یوې ښځینه چارواکې راڅرخي چې له دوديزو توپیرونو سره د یوې مېرمنې د مرستې تابیا کوي، خو ددې کار له امله پخپله د تورو تمبو شا ته غورځول کېږي او د خلاصون یواځنۍ لاره ورته ولسمشر ته د یو لیک په استولو کې ښکاري.

ډایرکټرې رویا سادات خپلې زدکړې په حقوقو کې په سوېلي کوریا کې ترسره کړې دي، خو د فلم په ډګر کې یې پخوا هم لاس ته راوړنې درلودلې دي.

د ولسمشر رول

ممنون مقصودي د فلم په اړه بي بي سي ته وویل، دا لومړی ځل دی چې په دې کچه افغانستان فلم جوړوي، چې د فلم جوړوونکو او افغان سینما لپاره یوه لویه لاسته راوړنه ده. ښاغلی مقصودي په دې فلم کې د ولسمشر په رول کې لوبېدلی او د فلم اصلي کرکټر لینا علم لوبولی.

ښاغلی مقصودي وايي، ددې فلم موضوع ډېره مهمه او اړینه ده چې د افغانستان له اوسني ټولنیز او د ښځو پر وړاندې د عدالت یو ازمیښت بلل کېږي.

د فلم جوړوونکې رویا سادات بیا وايي، د فلم جوړونې پرمهال تر ټولو لویه ستونزه د امنیت له اړخه وه، چې د یوې لویې کاري ډلې امنیت باید خوندي ساتل شوی وای، او تخنیکي ستونزو هم د فلم جوړولو موده ان تر دوو کلونو وغځوله.

د فلم داستان ښاغلي عزیز دلدار لیکلی چې د اغلې رویا مېړه دی. دا فلم هغو ناخوالو ته اشاره کوي، چې په عدلي او قضايي سیستم کې تر ډېره ترې اغېزمنې شوې دي.

له ۲۰۰۲ کال راهیسې، هر کال افغانستان د فلم تر ټولو معتبرې جایزې ته یو فلم استوي.

(ولسمشر ته یو لیک) تېره میاشت د سویس په لوکارنو فیستیوال کې نندارې ته وړاندې شو او تمه ده چې راتلونکې میاشت د سوېلي کوریا په بوسان فیستیوال کې هم وښودل شي.

د اوسکار جایزو د نوماندانو د غوراوي ډله د هرې کټګورۍ لپاره د غوره فلمونو د غوراوي پروسه د جنورۍ په پنځمه پیلوي او د همدې میاشتې په درویشتمه د غوره فلمونو لنډ لسم په رسمي ډول اعلانوي.

په هره کټګورۍ کې بریالی فلم د مارچ په څلورمه د لاس انجلس په ښار کې د شاندارو مراسمو په ترڅ کې اعلانېږي.

له هر هېواد غوښتل شوي، چې د کال خپل غوره فلم وړاندې کړي او له هر هېواد یو فلم نوماندېدلی شي.

تېر کال ۸۵ فلمونه کاندید شوي وو، چې بالاخره په پای کې ایله پنځه فلمونه د اوسکار جایزې ته وړاندې شول.

تېر کال د رفتن (تلل) په نوم فلم چې په فارسي ژبه دی د ایران او افغانستان ګډ محصول بلل کېږي، خو د افغانستان سیمنا د ټاکنې کمیسیون لخوا د اسکار نړیوال فسټيوال ته د افغانستان لخوا وړاندې شوی و، چې ونه منل شو.