تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغان فلم جوړوونکې رویا سادات د 'نړیوالو متفکرانو' په نوملړ کې
امریکایۍ مجلې، فارن پالیسي سږ کال د "نړیوالو متفکرانو" په نوملړ کې د افغانې رویا سادات نوم راوړی دی.
فارن پالیسۍ ویلي، په دغه نوملړ کې یې ځکه د رویا سادات نوم ور زیات کړی چې د افغان ښځو کیسې یې د سینما تر پردې رسولي دي.
د هغې فلم (ولسمشر ته لیک) د بهرنیو فیلمونو په څانګه کې د اسکار د جایزو ۹۰ پړاو لپاره د علومو اکاډمۍ او سینمايي هنرو اکاډمۍ ته د افغان سینما د استازي په توګه ور پېژندل شوی دی.
د فلم کیسه د یوې ځوانې ښځې پر ژوند راڅرخي چې خپل مېړه د وژنې په تور په اعدام محکومه شوې ده.
اغلې دوست له بي بي سي سره په خبروکې په یاد نوملړ کې د شاملېدو په اړه وویل، زموږ کیسه، د نړۍ د خبرونو سرټکی، چاودنې او بریدونه دي. نو له بلې زاویې فلم او انځور کولای شي، د ډېرو لیدلوری بدل کړي.
نوموړې زیاتوي، فلمونه یې د هېواد د ښځو او نرانو د غږ یوه برخه ده چې کولای شي د نړۍ په هر ګوټ کې لیدونکي فکر کولو ته اړباسي.
فارن پالیسۍ لیکلي، مېرمن سادات نن ورځ د افغانستان له پېژندل شویو فلمي لارښودو ده او په داسې یوه ټولنه کې د ښځو د وضعیت د بیانولو سرلارې ده لا هم ښځې هلته تر لاس لاندې ګڼل کېږي.
د فارن پالیسۍ مجلې په نوملړ کې ۱۰۰ کسان شته. په دغه نوملړ کې هر کال د نړۍ د رهبرانو او هغو کسانو نومونه راځي چې نړیوال لیدلوری او فکر لري.
رویا سادات، د ۲۰۱۷ کال په نوملړ کې په نهم نمبر راغلې ده.
په دغه نوملړ کې د فرانسې د ولسمشر امانوېل ماکرون، د برتانیې د کارګر ګوند مشر جرمي کوربین، په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې نیکي هیلي او د MeToo# کمپاین د برخه والو نومونه هم شته.