تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
سینماګانو ته د هندي سختدریځو ګواښ
په برتانیا کې د یوه ډېر پلورل شوي او لانجمن هندي فیلم جوړوونکي وروسته له هغه د فیلم د نندارې مهال بدلانه ته اړ شول چې د فیلم ښودلو له امله ورته د تاوتریخوالي ګواښونه وشول.
برتانوۍ ګارډین ورځپاڼې ليکلي، پدماوتي فیلم چې ډیپیکا پاډکون، شاهد کپور او رنویر سینګ پکې رولونه لوبولي، د هند یوې ملیکې ته چې په ۱۴مه پېړۍ کې یې ژوند کاوه، په سپکاوی تورن شوی دی.
فیلم د هندو ملیکې (پادمیني) په اړه دی او په دې راڅرخي چې پاچا ته د تسلیمېدو پر ځای ځان اور ته غورځوي.
په هند کې دروغجنه ګنګوسه دا وه چې په دې فیلم کې هندۍ ملیکه له مسلمان پاچا سره د عشقي اړیکو تار غځوي چې له امله یې بیا په هند کې لاریونونه وشول، د فیلم په جوړوونکو بریدونه وشول او هغوی یې په مرګ وګواښل.
پتېیل شوې وه چې یاد فیلم د ډیسمبر میاشتې په لومړیو کې د سینما په پرده وښودل شي، خو د ناڅرګندو لاملونو له مخې یې د نندارې مهال ځنډول شوی دی.
د پارامونټ کمپنۍ چارواکو چې د یاد فیلم د وېش او نندارې چارې ور سره دي، ویلي، له ګواښونو تر لاسه کولو وروسته یې پر پرده د فیلم ښودلو د مناسب مهال ارزونه پیل کړې ده.
په برتانیا کې یوه هندي خیریه بنسټ ویلي، پر پرده د فیلم له نندارې سره جوړ نه دي. که فیلم په سینما وښودل شي، سوله ییز لاریونونه به وکړي.
دغه خیریه بنسټ زیاته کړې، له تاوتریخوالي سره مخالف دي.
خو په انګلستان کې مېشتې یوې هندو سختدریځې ډلې (کارني سنا) په برتانیا کې د سینما په پرده د یاد فیلم له ښودلو سره مخالفت څرګند کړی او ګواښ یې کړی که هره سینما فیلم په پرده وښيي، اور به ورته کړي.
تاریخپوهان وايي، داسې لاسوندونه او اسناد کم دي چې وښيي د پادمیني په نامه رښتیا هم په هندوستان کې څوک تېر شوي، خو په سمولیک ډول پادمینې د هند د نیمه لويې وچې راجپوتانو ته ډېر اهمیت لري.