تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د افغان فیلم ارشیف؛ د تاریخ ازموینه
- Author, کریم حیدري
- دنده, بي بي سي/ کابل
یو وخت په افغانستان کې ټلویزیون چا نه پېژانده خو د فیلمونو لپاره سینماګانې جوړې شوې او خلکو به هندي فیلمونه پکې کتل.
له کلیو او لیرې پروتو سیمو به ځوانان کابل ته راتلل او د خوځنده انځورونو له لیدو به یې خوند اخیست.
بیا به همدا ځوانان خپلو کلیو ته ستانه شول او همزولو ته به یې د راج کپور، مادهوبالا، دلیپ کومار او نرګېس کیسې کولې.
سینمايي فیلمونو په خلکو کې دومره ولوله خپره کړه چې سینماګانې په زیاتېدو شوې او د هندي فیلمونو ترڅنګ، ایراني، امریکایي، روسي، انګرېزي او فرانسوي فیلمونه هم نندارې ته وړاندې کېدل.
وروسته بیا د هغې زمانې چارواکې په دې سلا شول چې د پردیو کلتورې اغېز پر وړاندې او د افغانانو د دود او رواج خپراوي ته د فیلم جوړونې مرکز جوړ کړي.
د افغانستان شاهي کورنۍ په ۱۹۶۰ زېږدیزه لسیزه کې افغان فیلم جوړ کړ چې د ودانۍ او تخنیکي توکو مرسته ور سره د امریکا دولت وکړه.
د فیلم جوړولو ترڅنګ افغان فیلم د انځوریز ارشیف تکل هم وکړ.
د شاه امان الله حکومت ۱۹۱۹ - ۱۹۲۹ کلونه او له هغه وروسته د وروستني پادشاه ظاهرشاه او لومړني ولسمشر سردار داوود رسمي سفرونو، دولتي غونډو او تړون لیکونو ویډیوګانې په دې ارشیف کې خوندي کړې.
د داوود خان د جمهوري حکومت له پرځېدو وروسته د پخواني شوروي اتحاد تبلیغي فیلمونو هم ارشیف ته لار وموندله.
په ۱۹۹۰ لسیزه کې د کورنیو جګړو پرمهال کابل د افغانستان له بلې هرې سیمې د وژنې، غلا، او ویجاړۍ قرباني شو.
پنځه وسله والې ډلې چې پخواني مجاهدین او د ملي جنبش ډلې پر یو بل تېري وکړل او بیه یې ولسي وګړو پرې کړه.
افغان فیلم ودانۍ د ښار په مرکز کې ارګ ماڼي ته نږدې وه نو ځکه خوندي پاتې شوه.
کله چې د افغانستان لوی ښارونه لکه هرات او کابل طالبانو ولکه کړل د کلیو دود یې پر ښارونو حاکم کړ، د ښځو او نارینه جامه به څارل کېده، نارینه وو به که ږیرې لنډې کړې هم وې په عام محضر کې به ربړول کېدل او حتی په بند به محکومېدل.
طالبانو موسیقي او انځور د شرعیت ضد ګڼل او د سخت بندیز حکم یې پرې کړی و. د ملي راډیو ټلویزیون ارشیف اسحق نظامي چې د طالبانو د حکومت غړی و له خپلو تندلارو ملګرو وژغوره.
خو په افغان فیلم کې د دې ادارې کارکوونکو د خپل ارشیف ژغورنې ته ملا وتړله.
فیلمونه یې په یوه خونه کې کېښودل او بیا یې ور ترې وایست. د دراوزې تش ځای یې له دېوال سره یو شان کړ. حبیب الله علي له ۳۵ کلنو راهیسې په افغان فیلم کې کار کوي.
نوموړی وایي: "موږ پخپل لګښت لرګي، خښتې او سېمټ وپېرل، نجار او خټګر مو راوست چې دا ملي شتمني وژغورو."
ښاغلی علي وایي د فیلمونو پاتې څرخونو یې د افغان فیلم ودانۍ په پوشتول کې ځای پرځای کړل.
د طالبانو د واکمنۍ له پرځېدو وروسته د نړیوالې ټولنې په مرسته د حامد کرزي حکومت په دولتي ادارو کې په وړتیا جوړونه بوخت و.
مسلکي کارکوونکي نه وو او د پرمختګ بهیر سست و. ترڅنګ یې اداري فساد افغانستان ته نړیوال نوم وګاټه.
د افغان فیلم په ارشیف کې د فیلمونو څرخونه په نمجنو خونو کې د خاورو او خځلو لاندې د بندو دروازو تر شا پراته وو.
اوس د افغان فیلم موسسې د دې ارشیف ساتنې او بیارغونې ته ګامونه اخیستي چې د تاریخ هغه مهمې پېښې چې تر اوسه خوله په خوله انتقالېدې اوس د هرچا ستورګو ته انځور کړي.
د افغان فیلم د ارشیف مشر عبدالعظیم کریمي د امکاناتو له کموالي سرټکوي: "موږ د اړین توکي نلرو، کارکوونکي مو لاس نیوي ته اړتیا لري."
د ملي وحدت حکومت لکه تېر حکومت د نړیوالې ټولنې له بې سارې مرستې برخمن نه دی.
اوسنی حکومت هر کار په لومړیتوب ارزوي.
اوس چې جګړه د افغانستان هر ګوډ ته غځېدلې نو د حکومت امکاناتو مهمه برخه ورته ځانګړې شوې.
د اداري فساد او سولې بهیر بیا نور هغه څه دي چې حکومت ته لومړیتوب لري.
هنر او ادب لکه یتیم ماشوم باید پخپله ځان وژغوري او وزرې وکړي.
بېلګه یې د افغان فیلم ارشیف کارکوونکي دي چې د ارشیف د بیارغونې کار یې په ساده توکو پیل کړی.
زرګونه ساعته فیلمونه باید لومړی پاک کړی او هر یو فریم یې وڅاري. وروسته بیا یوازې یو نوی ماشین د بلک مجېک په نامه ورته ځانګړی شوی چې ۱۶ او ۳۵ میلي متره فیلمونه کمپیوټر ته انتقال کړي او په ډیجېټل یې واړوي. کار یې ورو او ستونزمن دی.
حسیب الله صدیقی د افغان فیلم یو ځوان کارکوونکی دی چې له لږې زدکړې وروسته د ډیجېټل چارو مسوولیت په غاړه لري.
نوموړی وایي "اوس مهال په بازار کې نوې ټکنالوژي راوتلې چې فیلمونه په چټکه ډيجېټل کولی شي، وران شوي فیلمونه په خپله جوړوی او انځور ښایسته کولی هم شي." په شته امکاناتو به کلنو ووځي چې دا ارشیف ډیجېټل شي.
د فیلمونو په ارشیف که شاوخوا سل څرخه داسې فیلمونو هم شته چې بیارغېدو ته یې اړین توکي نه شته، نو د مصور تاریخ دا برخه به د تاریخ په تیارو کې ډوبېږي.