تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
''افغانستان کې د سینما حالت اندېښمنونکی دی''
په افغانستان کې د تیاتر او سینما وضعیت د اندېښنې وړ بلل شوی.
په دغه هېواد کې د سینما او تیاتر چارواکي حکومت هنر ته په نه پاملرنې تورنوي او وايي چې که حکومت دې برخې ته پام ونه کړي، د دوی له غبرګونونو سره به مخامخ شي.
د دوی په وینا، په افغانستان کې سینما اوسمهال هېڅ ډول تولید نه لري.
عبیدالله حسام په خپل رپوټ کې د افغاستان د سینما چارواکو له قوله وايي، په دې وروستیو کلونو کې ددغه هېواد سینما وضعیت ډېر زیان لیدلی دی. دوی وايي، سینما په افغانستان کې د له منځه تلو په حال کې ده.
د 'افغان فلم ' ادارې پخوانی مشر انجینر لطیف وايي، د افغانستان حکومت سینما ته مناسب پام نه کوي.
''زموږ سینما په سخت بد حالت کې ده، هېڅ ډول تولید نه شته، هنر او کلتور ته د دولت هېڅ ډول پاملرنه نه شته. دومره لږ پام ورته شوی چې موږ اړ شو یو غږ له دې ځایه پورته کړو او بل غږ ښايي له سړکونو پورته کړو. ''
د افغان هنرمندانو په وینا، که په افغانستان کې سینما په پښو ودرول شي، کولای شي په دغه هېواد کې د سولې په ټینګولو کې مهمه ونډه ولري.
که څه هم په افغانستان کې ځینې داسې فلمونه جوړ شوي چې په نړیواله کچه یې فیستیوالونو کې سیالي کړې، خو ویل کېږي چې دغه فلمونه تر ډېره د افغانستان د سینما تولید نه شمېرل کېږي، ځکه دغه فلمونه په نورو هېوادونو کې د اوسېدونکو افغانانو لخوا تولیدیږي.