د افغان فلم جوړونکې رویا سادات نوم د 'زړورو ښځو' په نوملړ کې

    • Author, هادي نیلي
    • دنده, بي بي سي واشنګټن

د امریکا متحدو ایالتونو حکومت هر کال یوه ډله ښځو د 'زړورو ښځو ' جایزه ورکوي. د سږ کال لپاره د دغې جایزې په تر لاسه کوونکو ۱۰ ښځو کې افغانه رویا سادات هم شامله ده. د 'رویا فلم ' ادارې جوړونکې رویا سادات ته 'د افغان ښځو غښتلتیا هڅو ' لپاره دغه جایزه ورکړل شوې ده.

مېرمن سادات ته واشنګټن کې دغه جایزه د امریکا لومړۍ مېرمن ملانیا ټرمپ د امریکا بهرنیو چارو وزارت په ودانۍ کې د ځانګړو مراسمو ترڅ کې ډالۍ کړه.

دا وروستیو کې د هالنډ بهرنیو چارو وزارت وویل، افغانې فلم جوړونکې رویا سادات به 'ولسمشر ته لیک ' نومې فلم له کبله ځانګړې جایزه ورکړي، چې د اوسکار بدیل یې بولي. دغه فیلم د افغان سینما په استازیتوب د سینمايي هنرونو او علومو اکاډیمۍ اوسکار جایزې ته هم وړاندې شوی و، خو و نه توانید جایزه تر لاسه کړي.

د دغه فلم کیسه د ثریا نومې یوې ښځېنه کرکټر پر قضیه راڅرخي، چې په نه زړه د بې لارې میړه وژنې له پېښې وروسته په اعدام محکومېږي او بیا ولسمشر ته لیک استوي. ولسمشر د نوموړې د لیک له لوست وروسته له هغه څه خبریږي، چې په دوسیه کې یې نه شته.

افغانستان کې د طالبانو واکمنۍ له منځه تلو وروسته لومړنۍ ښځینه افغان فلم جوړونکې په توګه پېژندل کېږي او دغه راز لومړنۍ ښځه ده، چې فلم یې اوسکار جایزې ته انتخاب شوی دی.

د امریکا حکومت د 'زړورو ښځو ' په نامه جایزه هغو ښځو ته ورکوي، چې د دوی له نظره د نورو ژوند ښه والي لپاره 'رهبري، زړورتیا او استثنايي قوت وښيي '

رویا سادات ۱۹۸۱ کال کې هرات کې زېږېدلې او په وینا یېله کوچینوالي راهیسي یې له فلم جوړولو سره مینه درلوده، خو د کورنیو جګړو او طالبانو واکمنۍ پر مهال یې د دغه ارمان پوره کېدو فرصت نه درلود.

د رویا فلم کور په نامه اداره یې ۱۵ کاله مخکې تاسیس کړه، چې له هغه راهیسې یې ۳۰ مستند فلمونه او ټلویزیوني پروګرامونه چمتو کړي دي.

رویا سادات چې له دې مخکې یې هم جایزې ګټلې وايي، د جایزو له تر لاسه کولو وروسته د خوشحالۍ او هیجان پر تله د لا زیات مسوولیت احساس کوي.حضور 'نامه‌ای به رئیس جمهور' از افغانستان در جشنواره لوکارنو

مېرمن سادات وايي، فلمونه یې د افغان ښځو او نارینه وو غږ دی، ځکه په وینا یې موږ ټول د تاوتریخوالي قربانیان یو، د ښځو پر کیسو مې تمرکز د جنسیتي کرښو راښکلو په معانا نه دی ''

د نوموړې نوم څلور میاشتې مخکې د امریکا فارن پالیسي مجلې د نړیوالو متفکرینو نوملړ کې هم شامل و، چې دلیل یې د سینما پردې ته د افغان ښځو کیسو راوړل ښوول شوي وو.

د سږ کال لپاره د امریکا بهرنیو چارو وزارت له لورې نورې جایزه ګټونکې مېرمنې د ګواتیمالا آئورا الینا فرفان د هندوراس، یولیسا ویلانوا، د عراق عالیه خلف صالح د واټیکن ماریا النا بریني د قزاقستان ایمن عمروا د کوسوو فریده رشدي، د موریتانیا معلومه سعید، د راونډا ګودلیو موکاساراسی، او د تایلنډ سیریکان چارونسیري وې.

تېرو کلونو کې هم یو شمېر افغان مېرمنو دغه جایزه تر لاسه کړې، چې ۲۰۱۴ کال کې روغتیا پاله نسرین اوریاخیل، ۲۰۱۱ کال کې د هرات څارنواله ماریا بشیر، ۲۰۱۵ کال کې پیلوټه نیلوفر رحماني او د کندهار ولایتي شورا غړې او د "مېرمن" راډیو مشره.