تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د افغانې سینما یوازینی بنسټ د سیاست په منګولو کې
- Author, کریم حیدري
- دنده, د تیاتر او سینما کره کتونکی
افغان دولت غواړي د افغان فلم ارشیف ارګ ته یوسي او د دې ریاست ودانۍ په کابل کې د بریتانیا سفارت ته ورکړي.
د افغانستان ټوله سینمایي شتمني، مستند او تاریخي فلمونه همدلته خوندي شوي.
د اطلاعاتو او فرهنګ مرستیال وزیر رسول باوري وایي چې افغان فلم به د یوې دولتي ادارې په څېر خوندي پاتې شي.
په دې وروستیو کې پر خواله رسنیو داسې ګنګوسې خپرې شوي چې ګواکي افغان ولسمشر محمد اشرف غني غواړي د افغان فلم ارشیف مواد خپلې لور ته ورکړي. ویل کیږي چې د ښاغلي غني لور اوس مهال د افغانستان په اړه د یوه مستند فلم په جوړولو بوخته ده.
ځینې نور بیا ارګ ته د ارشیف د انتقال هرکلی کوي او وایي ارشیف به خوندي وي او د نا قانونه لاسرسي مخنیوی به وشي.
دوی وایي کورني او بهرني فلم جوړوونکو د ارشیف ارزښتمن توکي تر دې دمه کاپي کول او بازار ته یې ایستل، خو ابراهیم عارفي چې تر څه مودې وړاندې د افغان فلم مشر و دا تور په کلکه ردوي.
فرهنګي فعالان په ارګ کې د ارشیف د ساتنې په اړه اندېښمن دي. د هغوی وېره دا ده چې د ارشیف خونې تودوخه او رطوبت ښایي دا مهم اسناد له منځه یوسي.
له بل پلوه د بریتانیا سفارت ته د افغان فلم ودانۍ سپارل د ځینو په ګومان ښایي د افغانستان انځوریز تاریخ ټکنی کړي.
د برتانیا سفارت ته د افغان فلم ودانۍ سپارلو په اړه نوموړي سفارت بي بي سي ته په لیکلي پیغام کې وویل:
"د افغان حکومت سره په کابل کې د برتانیا سفارت پر راتلونکي خبرې روانې دي. د سفارت لپاره ځای به افغان دولت د خپل قانون سره سم ټاکي. د خبرو اترو په دې پړاو کې نه شو کولای نور مالومات وړاندې کړو."
په تېرو څلوېښتو کلنو کې د افغانستان سینما ډېر کړاوونه لیدلي.
د افغان فلم په اړه هر دولت ځانګړی چلند غوره کړی.
د طالبانو د واکمنۍ پر مهال ارشیف له منځه تللو ژغورل شوی. په تېرو دوو لسیزو کې هم کومه ځانګړې پاملرنه ورته نه ده شوې.
یو ځل بیا افغانه سینما له نوې پرېکړې سره د ازمایښت تر رڼا لاندې راغلې.
د افغان سینما په اړه نورې لیکنې: