د ارګ ارشیف د اثارو ننداره

د عکس سرچینه، ARG
- Author, عبیدالله حسام
- دنده, بي بي سي کابل
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ، ارګ ارشیف پرانیست او په لومړي ځل یې اثار نندارې ته کېښودل شول. د دې ارشیف مواد په درې برخو، انځوریز، غږیز او ویډیويي بڼه راټول شوي دي.
ولسمشر غني وايي، دې ارشیف ته د لاسرسي مدیریتي چارې به د اطلاعاتو او کلتور وزارت ترسره کوي. ښاغلی غني زیاتوي، د دې ارشیف اثرونه د عاید ښه منبع کېدای شي.
افغان ولمسشر محمد اشرف غني نن د دې ارشیف په پرانیست غونډه کې وویل، هیله لري د دې ارشیف له موادو سمه ګټه واخیستل شي:
" ښه والی یې دا ده چې اوس دا ټول ډیجیټل کېږي یعنی فلمي کاپي د ټولو عکسونو او اسنادو جوړېږي چې خلک مجبور نه وي دلته راشي. دا ټول به انشاالله په یوه اساسي ویبسایټ کې اېښودل کېږي"
د ارګ ارشیف د ولسمشرۍ په ماڼۍ په یوې نوې جوړې شوې درې پوړیزه ودانۍ کې جوړ شوی دی. په دروازه کې یې څو انځورونه ایښودل شوي چې عکسونه او لیکونه یې د افغانستان معاصر تاریخ بیانوي.
په دې انځورونو کې د افغانستان د ورستیو لسیزو تاریخ نه دی انځور شوی، چارواکي وايي، پر دې هم کار روان دی.
د ارګ ارشیف په یوه بله برخه کې ځینې داسې اسنادونه لکه فرمانونه، قانونونه، پروتوکول اړوند مواد او ځینې رسمي مکتوبونه چې سل کاله مخینه لري، لابراتوار، تحلیل او ډیجیټل کېږي.

د عکس سرچینه، ARG
د دې ارشیف جنجالي برخه د افغان فلم ارشیف اړوند مواد دي چې په نژدې وختونو کې د ارګ ارشیف ته لېږدول شوي دي. ځینې کسانو ارګ ته د ارشیف د انتقال هرکلی کاوه او وایي ارشیف به خوندي وي او د نا قانونه لاسرسي مخنیوی به وشي.
دوی وایي کورني او بهرني فلم جوړوونکو د ارشیف ارزښتمن توکي تر دې دمه کاپي کول او بازار ته یې ایستل، خو ابراهیم عارفي چې تر څه مودې وړاندې د افغان فلم مشر و دا تور په کلکه ردوي.
یو شمېر فرهنګي فعالان په ارګ کې د ارشیف د ساتنې په اړه اندېښمن دي. د هغوی وېره دا ده چې د ارشیف خونې تودوخه او رطوبت ښایي دا مهم اسناد له منځه یوسي.
له بل پلوه د بریتانیا سفارت ته د افغان فلم ودانۍ سپارل هم د ځینو په ګومان ښایي د افغانستان انځوریز تاریخ ټکنی کړي.
د افغان فلم اړوند ځینې انالوګ فلمونه دلته ډیجیټل بڼې ته اړول کېږي. په دې کې د افغانستان د لومړني ولسمشر محمد داود خان د لوړې مراسمو انځورونه هم شته، داسې انځورونه چې ښايي لږ خلکو لیدلي وي.

د عکس سرچینه، ARG
مصر ته د شاه امان الله خان د سفر پنځه دقیقه يي بې غږه ویډیو او فراه او هرات ته د پاچا محمد ظاهر د سفر ویډیو هم نن لومړی ځل د افغانستان ملي تلویزون خپره کړه.
افغان حکومت وايي، ټاکل شوې د دې ارشیف توکو ته د لاسرسي لپاره یوه مقرره جوړه شي.









