''ملکه شیراوت ښايي له کوره وشړل شي''

د عکس سرچینه، Getty Images
هندۍ ممثلې ملکه شیراوت او میړه یې پاریس کې د کرایي اپارتمان کرایه نه ده ورکړې او داسې ویل کېږي ښايي له کوره وشړل شي.
ملکه شراوت نژدې ۴۰ هندي فلمونو کې رول لوبولی. دغه مېړه، ښځه باید د اپارتمان کرایې لپاره نژدې ۸۰ زره یورو ورکړي.
اوس به د پاریس یوه محکمه دغې قضیې کې وروستۍ پرېکړه کوي.
د ملکې مدافع وکیل ویلي، پر نوموړې دغه ودانۍ کې برید شوی و او د خپلې 'اندېښنې څرګندولو ' لپاره یې کرایه نه ده ورکړې.
نوموړی وايي:
''که ټول مسایل حل شوي وای، کرایه به یې ورکړې وه ''
د اپارتمان څښتن اولیور مې ریندنې بیا په عریضه کې د کور میزونو، څوکیو او یوه ګران بیه ساعت اخیستو غوښتنه کړې.
د نوموړي وکیل ویلي، دغه جوړه په اسانۍ سره کولای شي د کرایې پېسې ورکړي، خو د ملکه شراوت مدافع وکیل ویلي، موکله یې په موقت ډول له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان ده.

د عکس سرچینه، KARIM SAHIB
خپله ملکه شراووت په یوه ټویټر پیغام کې انکار کړی، چې ګواکې پاریس کې کوم اپارتمان لري:
''رسنیو کې ځینې خلک فکر کوي، چې زه پاریس کې کور لرم، دا خبره دروغ ده او که چا ما ته د بسپنې په توګه راکړی وي، مهرباني دې وکړي او ادرس دې یې راته ولېږي. ''
د ملکه شراوت دغه ټویټر پیغام ډېر خلک ځکه حیران کړي، چې په هېڅ یوه خبري رپوټ کې داسې نه دي ویل شوي، چې ملکه شراوت پاریس کې کوم اپارتمان لري.








