فلمي لوبغاړې انجلینا له میړه د جلا کېدو پرېکړه کړې

په امریکايي سینما هاليوډ کې ۴۱ انجلینا جولي او دوه ۵۲ کلن براډ پیټ دوه مشهورې څېرې دي

د عکس سرچینه، PA

د عکس تشریح، په امریکايي سینما هاليوډ کې ۴۱ انجلینا جولي او دوه ۵۲ کلن براډ پیټ دوه مشهورې څېرې دي

د هالیوډ مشهورې فلمي ستورې انجلینا جولي وکیل ویلي چې هغې له خپل میړه براډ پیټ نه د جلا کېدو لپاره دوسیه ثبت کړې ده. وکیل رابرټ افر وویل آغلې جولي له خپلې میړه د جلا کېدو په اړه په اوس وخت کې کومه تبصره نه لري خو دا پرېکړه یې د کورنۍ د سلامتۍ په خاطر کړې ده.

فلمي ستورې انجلینا جولي او خاوند یې براډ پیټ چې هغه هم مشهور فلمی ستوری دی له ۲۰۰۴ کال راهیسې سره یوځای ژوند کاوه خو رسمي واده یې په ۲۰۱۴ کال کې وکړ.

دا د پیټ دویم او د اغلې جولي دریم واده و. تر آغلې جولي دمخه ښاغلي پیټ له بلې فلمي ستورې جینفر انسټن سره واده کړی و.

دغه راز آغلي جولي هم له براډ پیت سره تر واده دمخه دوه ځلې واده کړی و او له خپلو دوو پخوانیو میړونو جلا شوې وه.

انجلینا جولي او خاوند یې براډ پیټ رسمي واده یې په ۲۰۱۴ کال کې وکړ.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، انجلینا جولي او خاوند یې براډ پیټ رسمي واده یې په ۲۰۱۴ کال کې وکړ.

انجلینا جولي او براډ پیټ شپږ ماشومان لري چې درې یې فرزندي او درې یې خپل دي. په امریکايي سینما هاليوډ کې ۴۱ انجلینا جولي او دوه ۵۲ کلن براډ پیټ دوه مشهورې څېرې دي.

دوی د یوه مشهور فلم میسټر او مسیس سمیت د جوړولو پرمهال سره اشنا شوي وو. دغه فلم په ۲۰۰۵ کال کې نندارې ته وړاندې شو.

د انجلینا جولي پلار هم فلمي ستوری و او دې په ګڼو مشهورو فلمونو کې مرکزي رولونه لوبولي او د ځینو فلمونو ډایکټري یې هم کړې ده.

دغه راز براډ پیټ هم د فایټ کلپ، اوشن ایلون، ورلډ وار زي، او ځینو نورو فلمونو کې مخکښ رولونه لوبولي او په هغو فلمونو کې چې ده تولید کړي د غلامۍ دولس کاله په نامه فلم هم دی چې د اوسکار جایزه یې ګټلې ده.