ویرات کوهلي له انوشکا سره واده کوي

د عکس سرچینه، AFP
- Author, نصرت جهان
- دنده, بي بي سي
د هند په فلمي نړۍ کې په دې ورځو کې توده موضوع د فلمي ستورې انوشکا شرما سره د هند د کرېکټ لوبډلمشر وېرات کوهلي د واده کولو خبر دی.
د بالیوود اداکاره انوشکا شرما او د هند د کرېکټ لوبدلمشر وېرات کوهلي د واده ګنګوسې دي.
د هندوستان ټایمز د خبر له مخې د دوی په واده کې- چې روانه میاشت په ایټالیا کې دی- د شا رخ خان، عامر خان، سچېن ټنلډولکر او یوراج سېنګ په ګډون د دې جوړې یوازې نژدې ملګري او د کورنۍ غړي برخه اخلي.
د دوی ترمنځ د مينې اړيکه پخوانۍ ده.
دې اونۍ کې انوشکا او د هغې د کورنۍ غړي او خپلوان ایټالیا ته تللي او د وېرات کوهلي کورنۍ هم د ایټالیا په تکل خوځېدلي دي.
ویل کېږي چې په دې اونۍ کې به د دوی واده وي خو بیا هم دوی په دې اړه رسنیو ته پټه خوله دي.
خو د رسنیو په خبره چې هغوی دواړه واده کولو لپاره تللي دا چې دا خبره تر کومه حده کره ده وروسته به معلومه شي ځکه مینه او د مشکو بوی نه شي پټېدی.

د عکس سرچینه، Getty Images
تونکل کهنه چې په خپلو طنزیه کالمونو باندې مشهوره ده او هغه اکثر په ډېرو جنجالي مسایلو باندې نظر ورکوي او په دې سره غواري چې دا مسالې نورې هم کړکېجنې کړي.
دې واده ته د بالیووډ باجا بارات، منیش شرما هم غوښتل شوي.
د کوهلي له خولې یوې سرچینې ویلي: "واده ته ډېر خلک نه دي بلل شوي، ځکه دا کوچني مراسم دي. یوازې نژدې ملګري به رابولو. د ویرات د ماشومتوب ځینې ملګري او د کورنۍ غړي هم ورغوښتل شوي. "

د عکس سرچینه، .

د عکس سرچینه، Getty Images
که څه هم تر اوسه د واده دقیقه نېټه نه ده اعلان شوې. خو رسنیو ویلي، ودې شي چې د روانې ډسمبر ۱۲ یا ۱۸ نېټه وي.
ځینې رپوټونه وايي، ښايي دا جوړه د ډسمبر پر ۲۱- ۲۲ نېټو د هند ممبۍ ښار کې هم د مېلمنو د ساتېرۍ لپاره یو پروګرام جوړ کړي.
د پنجشنبې په شپه له انوشکا سره د هغې موراو پلار، ورور کرنیش او د دوی کورنی پیر مهاراج انانت بابا هم د ممبۍ هوايي ډګر کې ملګري وو.
په پام کې ده چې انوشکا او ویرات د راتلونکې جنورۍ پر ۱۲مه، د هند ممبۍ بندرا کې خپله واده راجستر کړي.








