سعودي د سور سمندرګي ۵۰ ټاپوګانو کې د وختېري سیمې جوړوي

ر

د عکس سرچینه، KINGDOM OF SAUDI ARABIA

د عکس تشریح، د وختیري دا سیمه د سعودي سمندرغاړې سره پر ۲۰۰ کیلومتره ځمکه جوړېږي.

سعودي عربستان د سیلګرۍ د پرمختګ لویه پروژه پیلوي چې له مخې یې د سور سمندرګي پنځوسو ټاپوګانو کې د وختېرۍ اسانتیاوې برابروي.

سعودي چارواکي هیله من دي چې په دغه کار سره به کورني او بهرني سیلانیان ور خپل او د تېلو ارزښت په کمېدلو سره د کورني اقتصاد زیان جبران کړي.

دوی به دغه سیلي سیمه کې بهرنیانو ته د ویزې محدودیتونه هم کم کړي.

خو دا نه دي ویل شوي چې په دغه ساتنپالي سلطنت کې به د جامو او نور بندیزونه پر ځای پاتې وي که لرې به شي.

په سعودي عربستان کې پر شرابو، سینما او تیاتر بندیز دی.

مېرمنې که مسلمانې وي باید ازاد ماحول کې حجاب (عبایه) وکړي او پړونی هم پر سر کړي.

دوی ته د موټروانۍ اجازه نشته او که بهر ته د درس یا سفر لپاره ځي، نو د محرم اجازه باید ورته وي.

زوړ کوربه او نوې بازار موندنه

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، سعودي عربستان ته د حج او عمرې لپاره هم هر کال په میلیونونو مسلمانان ورځي.

د بي بي سي د عربي چارو سمونګر سبسټاین یوشر شننه

دا نوې پرمختايي پروژه پر ۲۰۱۹ کال پیلېږي او په ۲۰۲۲ کال کې بشپړېږي.

د پروژې لومړي پړاو کې د نوي هوايي ډګر، تفریحي هوټلونو او استوګنځیو جوړول راځي.

سعودي عربستان د مکې معظمې او مدینې منورې د لیدلو او حج یا عمرې په برکت هر کال د میلیونونو بهرنیانو په تېره مسلمانانو کوربه وي.

په دغه هېواد کې په سلګونو زره بهرنیان هم کار روزګار کوي.

خو زړو مذهبي قوانینو او ټولنیز دودونو کې دغه ایساره جعرافیه سیلانیانو ته جذابه نه ده او سعودیانو هم تر وروستیو دا وضعیت خوښاوه.

مګر اوس د تېلو ارزښت په کمېدلو سره د عاید ترلاسه کولو نوې لارې او د سعودیانو لپاره دندې برابرول مهمه غوښتنه ده.

ځکه سیلګري هم د نوي اقتصادي او ټولنیز لرلید او هیلو لپاره مهمه شوې ده.

د ۲۰۳۰ لرلید

ر

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، دا پروژه د محمد بن سلمان د ۲۰۳۰ لرلید برخه ده چې له مخې یې غواړي له تېرو پرته له نورو اړخونو عاید ترلاسه کړي.

سیلي پروژې د هغه پلان برخه ده چې د ۲۰۳۰ لرلید بلل کېږي او شهزاده محمد بن سلمان یې مشري کوي.

نوموړی په تېر جون کې له پاچا وروسته د سعودي عربستان لومړنی کس شو.

د ۲۰۳۰ لرلید بودیجې سره سور سمندرګي کې دا پروژه د سعودي لودیځې غاړې سره پر ۱۲۵ میله یا ۲۰۰ کیلومتره ځمکه جوړېږي.

سعودي چارواکو په دې ستره پروژه کې اړتیا وړ پانګونې ته اشاره نه ده کړې.

خو د سعودي دولتي خبري اژانس وايي، چې خصوصي پانګوال هم په دغه پروژه کې پانګونه کولی شي.

دې سیلي سیمې ته د ښکلا لپاره به مرجاني ډبرې، خاموش اورشیندي او ناویات(کمیاب) عربي پړانګ او باز او نور ځنګلي ژوي هم راوړل شي.

تاریخي سیمې

ر

د عکس سرچینه، Kingdom of Saudi Arabia Ministry of Information

د عکس تشریح، سیلانیان به د سعودي عربستان لرغونو سیمو ته هم ورتللی شي.

سیلانیان به د مدین صالح تاریخي سیمې د لیدلو اسانتیا هم لري چې د ملګرو ملتونو یونسکو ادارې نړیوال میراث کې شامله کړې ده.

سیلانیان به له چترۍ یا پراشوټ د کوزېدلو او پلي تګ او کاڼي ختلو اسانتیا لري.

سعودي عربستان کې د تېلي عاید په کمېدلو سره نورو عایدو موندلو هڅه کوي.

ریاض په وروستیو کې پر مالیې لګولو سربېره، د سیګرټ او څښونو( نوشابو) بیې هم لوړې کړې.

له دې مخکې هر سعودي وګړی له مالیې بښل شوی و او لس کاله یې دولتي کوپون هم درلود.

د دې سیاحتي سیمې د جوړېدو لومړی پړاو به په ۲۰۲۲ کال بشپړه شي

د عکس سرچینه، Science Photo Library

د عکس تشریح، د دې سیاحتي سیمې د جوړېدو لومړی پړاو به په ۲۰۲۲ کال بشپړ شي