اریانا سعید: لنډ فکره خلک د بچه بازۍ پرځای زما پر جامو نیوکه کوي

ر

د عکس سرچینه، .

د عکس تشریح، اریانا سعید وايي، په افغانستان کې ډېرې لویې ستونزې شته چې پکار ده پر هغو خبرې وشي، نو د دې پر جامو.

افغان سندرغاړې اریانا سعید وايي، څوک یې چې د پاریس کنسرټ کې پر اغوستو جامو نیوکه کوي لنډ فکره او دودپالي دي.

د هغې په خبره، دا ډول خلک بېکار دي، ځکه یې د دې پر جامو نیوکې کړې.

اریانا سعید د مې پر ۱۴مه د فرانسې مرکز پاریس کې کانسرټ درلود. مینه والو یې د هغې د دغه کنسرټ ځینې سندرې په خواله رسنیو کې شریکې کړې.

خو ځینې فیسبوک کارنو د نوموړې دا جامې د افغان دود او کلتور خلاف بللې او نورو یې دفاع کړې ده.

یوې فیسبوک کارنې فهیمه یوسفي لیکلي: "د دې جامو پر ځای دې که هېڅ شی نه اغوستلی ښه به و".

مژګان نصرتي لیکلي، چې له اریانا سعید سره یې ډېره مینه درلوده، خو دا ځل یې نامناسبې جامې اغوستې: "که غواړي د خلکو زړونو کې ځای ولري، نو باید مناسبې جامې واغوندي، ډېره د شرم خبره ده".

خو انور نادري د اریانا سعید په ملاتړ نظر لیکلي او وايي، چې د نورو خلکو په شخصي ژوند کې لاسوهنو موږ دغه حالت ته راوستي یو: "پرېږدئ چې هر څوک په خپله خوښه ژوند وکړي. هره ورځ پر دوی نیوکه کوئ، پر هغو خلکو نیوکه وکړئ چې ښځې یې د مینځو په څېر په کورونو کې ساتلې دي".

اریانا سعید هم له بي بي سي سره خبرو کې وايي، جامې یې ستونزه نه لري او د ځینو خلکو په نیوکو خندا ورځي:

"کوم غبرګون هم نه لرم، خو دا ډېره جالبه ده چې زموږ خلک څومره بېکاره دي".

آریانا

د عکس سرچینه، Sherzaad Entertainment

د عکس تشریح، اریانا سعید په پاریس کې له کنسرټ وروسته د جامو له امله له نیوکو سره مخ شوې.

د نوموړې په خبره، د دې پر جامو نیوکګرو د هېواد مهمې مسلې یې پرېښودلې، خو د یوې سندرغاړې د جامو لمن یې نیولې چې په بهر کې یې په کنسرټ کې اغوستې دي:

"یوازې دا مې ځوروي، چې زموږ د خلکو فکرونه څومره تیاره او کاږه دي. زما په اند، افغانستان کې لویې ستونزې شته، لکه بچه بازي، له ښځو سره تاوریخوالی د هغوی د غوږ پوزې پرېکول، په کم عمر ور کول او داسې نور".

اریانا سعید له دې کنسرټ مخکې هم د نورو افغان هنرمندانو په څېر نیوکې کېږي. نوموړې تېر کال په وروستیو کې هم له بي بي سي سره په خبرو کې ویلي وو، چې دغه خبرې یې اغېزمنوي، خو پر کار منفي تاثیر نه کوي.

د نوموړې په خبره، د وخت په تېرېدلو سره دغه حالت يو څه بدل شوى، خو لا هم ځينې خلک شته چې له بدو خبرو لاس نه اخلي.