نغمه: په غږ مشهوره يم نه په حسن

د پښتو ژبې مشهوره سندرغاړې نغمه د بي بي سي پښتو وېبپاڼې مېلمنه وه. له ایمل پسرلي سره په دې ويديويي مرکه کې نغمې پر خپل هنر او شخصي ژوند رڼا اچولې ده.
تاسو د فلش پروگرام سمه بڼه نه لرئ
د پښتو ژبې مخکښې سندرغاړې نغمې د بي بي سي پښتو وېبپاڼې په يوې ځانگړې مرکې کې د خپل ژوند او هنر له ډېرو نويو اړخونو پرده پورته کړه.
نغمې ومنل چې د خپل هنري ژوند په لار کې يې ډېر کړاونه ليدلي دي.
دغې مشهورې سندرغاړې دا باور لارۀ چې د دې لوڼه ښايي هغه ستونزې ونه گالي چې دې د خپل هنر په لار کې په غاړه واخيستې.
نغمې د خپل پخواني همکار او مېړۀ، منگل يادونه هم وکړه او ويې ويل چې له هغه څخه تر بېلېدو وروسته تر يوۀ وخته دې په هنري ډگر کې ستونزې لرلې خو د دې په وينا ژر بېرته په خپلو پښو ودرېده.
د بي بي سي پښتو فېسبوک مينه والو د پوښتنو په ځواب کې نغمې وويل چې دې بل وادۀ کړى دى او له خپل نوي مېړۀ سره په اسلام اباد کې ژوند کوي.
دې وويل چې مېړۀ يې افغان دى خو د هغۀ په باب يې نور څه ونه ويل.

دې وويل چې مېړۀ يې افغان دى خو د هغۀ په باب يې نور څه ونه ويل.
نغمې د يوې پوښتنې په ځواب کې دا ونه منل چې گواکې تر غږ يې ښکلا ورسره ډېره مرسته کړې ده.
دې ومنل چې د هنري ژوند په لومړنيو کلونو کې يې غږ معصوم او پوست و خو ورسره زياته يې کړه چې وروسته وروسته يې غږ پوخ شوى دى.
نغمې په خپلو سندرو کې د تنوع موضوع ته په اشارې ټينگار لارۀ چې غواړي يوازې پښتو موسيقي وکاروي.
د پښتو ژبې دغې مخکښې سندرغاړې هغه گنگوسې هم رد کړې چې گواکې فرزانه ناز د دې لور ده.
نغمې شاوخوا ٥٠٠٠ سندرې ثبت کړي دي او وايي د ژوند تر پايه به سندرو ته دوام ورکوي.












