آریانا: منفي خبرې پر ما اغېز کوي، خو پر کار مې نه

د ویډیو تشریح، اريانا سعيد له خلکو غواړي چې د هنرمندانو شخصي ژوند په اړه د خبرې کولو حق ځان ته ورنکړي.

پر خواله رسنيو ګڼو افغان هنرمندانو او پېژندل شويو څېرو ته منفي خبرې کېږي او ځینې ښکنځل کېږي هم، په تېره بیا ښځې.

د افغانستان وتلې سندرغاړې اريانا سعيد په دې باور ده، چې دغه حالت يو څه بدل شوى خو لا هم ځينې خلک شته چې له بدو خبرو لاس نه اخلي.

آریانا
د عکس تشریح، آریانا سعید په وروستۍ یوې لسیزې کې شهرت ته ورسېده.

آغلې سعید د بي بي سي د "سل ښځې " لړۍ په مناسبت مرکه کې وویل چې خواله رسنیو کې د دې په اړه منفي خبرې، د یوه انسان په توګه هرو مرو پر دې اغېز کوي خو هڅه کوي پر کار یې اغېز ونه کړي.

د آریانا سعید په آند ښځې د خپل ښځیتوب لپاره د نرانو پر تله، تر ډېرو بریدونو راځي.

آریانا
د عکس تشریح، آریانا برتانیا کې ژوند کوي او کابل ته کله نا کله ځي.

آریانا سعید چې بریتانیا کې ژوند کوي، له نژدې یوې لسیزې راپدېخوا سندرې بولي. سعید وروسته له دې چې طالبان له واکه ګوښه شول یوه له لومړنیو سندرغاړو وه چې کابل کې د زرګونو مینه وال پر وړاندې د ستېج پر سر څرګنده شوه.

آریاناسعید چې پخپله هم د پېژندل شوو پخوانیو سندرغاړو سندرې وايي، په دې آند ده چې د ټولنې مطرح کسان چې په الګو بدلېږي باید د خلکو له غوښتنو سره ځان عیار کړي، خو له خلکو غواړي چې د هنرمندانو شخصي چارو کې ځان ته حق ورنکړي.

آریانا سعید د ښځو د حقونو په برخه کې هم فعالیت کوي.

مېرمن سعید هغه مهال ډېر شهرت ته ورسېده چې د افغانستان د یوه شخصي تلویزیون افغان ستوري په نوم د سندرو د سیالۍ خپرونه کې د غوراوي د میز ترشا کښېناسته.

آریانا
د عکس تشریح، آریانا سعید د افغان ستوري د سندرې ویلو سیالیو کې د غوراوي دلګۍ غړې هم ده.